نظــر

له امریکا سره د خبرو په وخت کې هغه وپیژنئ!

داکتر فاروق اعظم

د هرچا سره چي څوک خبري کوي، که فرد، که اداره او یا دولت وي، په کار ده چی خپل مقابل طرف وپیژني. که مقابل لوری و نه پیژني، غالبا به د ډیرو ستونزو، حتی ناکامی سره مخ سي. ډیر اوقات پښیماني بیا څه ګټه نه کوي. خصوصا سیاسیون باید ډیر محتاط وي، داځکه خطا ی‍ی کیدای سي دوی او هیواد ته فاجعه راوړي.

د مقابل طرف پیژندنه مذاکرات اسانه کوي. داځکه څوک پوهیږي چی زما مقابل طرف څوک دی؟ څه طرز تفکر لري؟ څه ګټي‌ لري؟ کوم سره خطونه دی چی باید ورنژدی نه سم‌ او په څه کی امتیاز ورڅخه اخیستلای سم؟ هغه څه موضوعات دي چی موږ دواړه سره نژدی کولای سي او یو ځای مو سره مخته بیولای سي؟ او هغه څه دي چی موږ نه سي سره یوځای کولای؟ د اشتراک او افتراق نکات مو کوم دي؟ که تاسي مجبور یاست چی تر سیند پوریوزئ، اول درته لازمه ده چی د سیند د اوبو تخمینی اندازه معلومه کړی او بیا د ګودر په لټه کي سی. سیاسي مذاکرات همداسی دي. مقابل طرف به پیژنی او د هغه مغز ته به لار پیدا کوی.

نژدی ۱۸ کاله کیږي امریکا په افغانستان کی نظامي حضور لري. دلته او په سیمه کی خپل اهداف لري، ډیر مصرف کوي،‌ مالي او ځاني قرباني ورکوي او لګیا ده افغان ټولني ته شکل ورکوي. د امریکا پيژندنه پر هر هغه چا لازمی ده چی معامله ورسره لري، مذاکرات ورسره کوي، څه ځینی غواړي او یا څه غواړي په قبول کړي. زه غواړم دلته د خپلو وطنوالو سره له امریکا خپل د شناخت څو مهم ټکي شریک کړم څو د امریکایانو سره په مذاکرت کی مرسته ورسره وکړي.

۱. امریکا تاریخ او تاریخي افتخارات نه لري. د شرق ملتونه ټول پخپل تاریخ ویاړي او نازیږي. امریکایان دغه د ناز ځای نه لري؛ داځکه دا هیواد فقط دوی پیړی مخکی جوړ سویدی. که ته د خپل تاریخ او افتخاراتو خبره ورته کوی، هغه دلچسپي نه ورسره لری. د مصر یوه دپلومات د امریکا خارجه وزیر هنري کیسنجر ته ویلی وه چی مصر یو لرغونی هیواد دی، موږ تاریخي مفاخر لرو، د هغو درناوی کوو،‌ … . کیسنجر ورته ویلي وه: موږ تاریخ نه لرو؛ اوس او راتلونکی ته ګورو. راته ووایه چی تاسی مصریان اوس څوک یاست او څه کولای سی؟

موږ ته خپل تاریخ ځیني ښه شیان راپري ایښي دي چی زموږ د پرمختګ سره مرسته کوي.‌ خو ځینی ځنځیران یی هم پښو کی رااچولي دي چی سریع حرکت ته مو نه پریږدي. مثلا، د شرق د هیوادونو سرحدات زور تعیین کړیدی، قومونه یی سره جلا کړیدي او ډیر تاریخي لانجی یی ورته پري ایښي دي چی صرف نظر نه سي ورڅخه کولای. که د هند او پاکستان او پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي لانجی نه وای، کیدای سي دغو دریو هیوادونو ډیر پرمختګ کړیوای. خو له دغو لانجو صرفنظر ورته اسانه نه دی. داځکه دلته ددغو ملتونو تاریخ پروت دی. موږ اکثره پخپل ماضي کی غرق یو او مستقبل ته ډیر فکر نه کوو یا فرصت نه لرو. یا وایو چی د ماضي په رڼا کی خپل مستقبل جوړوو. امریکا دغه طرز تفکر او جنجالونه نه لري. داځکه د بل مځکي ته ورغلل او چی څنګه یی پړئ پر کشاوه هغسي یی کش کړ. په امریکا کی ټول خلک (په استثناء د محدود سره پوستانو) مهاجر دي. خپل هیوادونه، ثقافت، تاریخ او افتخارات یی ترشا کړي او د ښه راتلونکي په امید دلته راغلی دي.

په مذاکرات کی به د امریکایانو سره د تاریخ او افتخاراتو خبره نه کوی. مسائل به د تاریخ په رڼا کی نه ورته څیړی چی د هغوی سد ډیر نه په رسیږي. د هغوی دلچسپي د اوس او راتلونکی سره ده. ستاسی ترکیز باید پر اوس او راتلونکی وي.

۲. امریکایان، ثوابت او ضوابط نه لري. امریکا ته خلک مهاجر راغلی دي. دلته دولت نه وو او دا ځای د هیچا اصلي وطن نه دی. لومړنی جوپه خلک هند ته د لنډي لاري د موندلو په نیت پر اوسنی امریکا پیښ سول، ورپسی له خپلو وطنو فراریان ورغلل، بیا په یورپ کی د حکومتونو لخوا تبعیدیان، د کلیسا او مذهبي فشاره تښتیدلی او ورپسی هغه کسان ورغلل چی د ښه ژوند په ارمان وه؛ داځکه امریکا یوه لویه وچه وه چی ډیر طبیعي منابع او مادي نعمات یې درلودل. دلته پخوا نه دولت وو، نه پاچا او پاچاهي وه، نه قانون وو، نه مسلط مذهب او اخلاقیات وه،‌ نه پولیس وه او نه د عقایدو تفتیش. نوو راغلو ته اصل خپل مادي منفعت وو؛ همدا یی ثوابت وه او همدایی ضوابط. اوس هم امریکایانو ته معیار مادي منفعت دی او بس. د معنویاتو سره یی سروکار نسته.

۳. امریکایان په هرقیمت ځان هدف ته رسوي. اول کسان چی له یورپ څخه امریکا ته ولاړل، په شمیر لږ وه، بی اسری او په نوی محیط کی نابلده سرګردان وه. د امریکا د اصلی خلکو (سور پوستانو) پر دوی زړه وسوځید. دوی یې له لومړني سخت ژمی څځه د نجات په منظور پخپلو کورونو کي وساتل. پناه یې ورکړه، عزت یی ورکړ او په نوی محیط کی یی د ژوند کولو چل ورزده کړ. خو کال دوه وروسته همدغو نوو راغلو اروپایانو له یوروپه وسلی راوړی او ټول ځایي خلک یی ووژل او یا یی فرار کړل او د هغوی کورونه او جایدادونه چی په پیړیو زحمتو یی جوړ او تیار کړيوه، قبضه کړل. دلته ددوی سره دا معنوي او د احسان د پاس ساتلو خبره نه وه چی سره پوستانو ددوی سره ښه کړیوه، پناه یی ورکړیوه او په سره ژمي یې پخپلو کورونو کی تاوده ساتلي وه.
اوس هم همداسي ده. چیری چی د امریکایانو ګټه وي هلته ځي او په هر څه چی هدف ته رسیږي، همهغه کوی. دوی ته د نورو وژل او بی عزته کول اصلا کوم اهمیت نلري. د دوی اکثریت دین نه لري چی له خدایه وویریږي او نه اخلاقیاتو ته عقیده لري.

که له امریکایانو مرسته غواړی او یا یی له شره ځان ساتی، نو مادي منفعت به ورمخته کوی. که ددوی د ګټو په مخکی ودریږی، بیله دی چی ستاسی د دوستی، احسان او تاریخ په فکر کي سي، وهي مو. او که یی ګټه نه وه، بیا نو بیله دی چی ستاسی د دوستی لږ خیال هم وساتي، خوشي کوي مو. هغوی په ډاکه وایي: موږ دائمی دوستان او دښمنان نه لرو، خو دائمي ګټي لرو.

۴. که ته پسه یی، نو د بل خوراک یی. که ته خپل کور نه سی ساتلای او خپل جنت غوندي هیواد نه سی روزلای، نو پوه سه چی نور به راځي او ستا پر دغه جایداد به قبضه کوي. اخلاقیات او شرعیات دلته ځای نه لري چی دا ستا ملکیت دی. غربیان وایی چی دا نړی عبث نه ده پیدا سوی او د هغه چا ده چي روزلای یی سي. دوی د امریکا اصلی خلک د همدغه فلسفی پر بنیاد ټول مړه کړل چی جنت غوندي وطن نه وو په آباد. اوس له پنځوس ملیون سره پوستانو څخه ښایي یو ملیون پاته وي. هغه یی هم ددی لپاره په بدوی حالت کی په معینو سیمو (ریزرویشنو) کی لکه د باغ وحش ځناور ساتلي دي چی د خپلو اولادونو ساعت په تیر کړی او دا درس ورکړي چی ددوی وژل زموږ حق وو. دوی وحشیان وه؛ موږ متمدن کړل. دوی وایي چی یو مځکه ته نه سی آبادولای او خپل وطن نه سی روزلای، دا زموږ حق دی چی درسو او ویی خورو. څو کاله مخکی ماته ددوی یوه ډیر ساده سړي وویل چی افغانستان کی ولی جنګ دی او زموږ فوج ولی هلته دی؟ ما نه غوښته خبري ورسره وکړم؛ داځکه نشیي او لاوبالي غوندي راته ښکاریدی. بیا یی راته وویل چی افغانستان کی تیل سته؟ ما ورته وویل نه. ده وویل: منرالونه سته. ما صریح جواب ورنه کړ. ده په سرو سترګو راته وکتل او ویویل: حتما څه سته؛ تاسي نه پوهیږی. زموږ حکومت بی څه چیري نه ځي. یعني د امریکا هر فرد دا فکر کوي چی که ته خپل وطن نه سی روزلای، بیا نو ددوی دا منلی حق دی چی راځي به او ستا پر منابعو به قبضه کوي.‌

که خپل هیواد خپله نه سی روزلای، نو پوه سئ چی غربیان راځي. که په رضا لار ورنه کړی، په زور راځي. د مجبوریت په وختکي به ستاسی کمال داوي چی امریکایان مو هیواد ته په نظامی یونیفورم کی رانه سي چی تباه کوي مو. بلکی کوښښ باید وکړی چي ستاسی تر حاکمیت لاندي د طبیعی زیرمو په راایستلو کی یی د ځان سره ملګری کړی.

۵. امریکا په هر څه کي له زوره کار اخلي. امریکا په زوره جوړ سوی هیواد دی او که لږ او ډیر تاریخ لري، هغه هم د زور تاریخ دی. د امریکا اصلی خلک یی ووژل او جایدادونه یی قبضه کړل. له افریقا یی په تن قوي تورپوستان د غلامانو په شکل راوستل او امریکا یی د هغوی په شاقه کار آباده کړه. خو بیا یې هم دغه تورپوستان تر ۱۹۶۵م پوري د ځان سره په مدرسه او دفتر کی یوځای نه پریښوول. تراوسه په ټیټه سترګه ورته ګوري. غیراروپایان په امریکا کی په ټیټه درجه وطنوالو کی راځي؛ مسلمانان خو یی د تروریزم په جعلي ټاپه ډیر وهلي او ځبلي دي چی په څوومه درجه کی راتلای سي.

باید پوه سو چي امریکا په مذاکراتو کی تل د زور له موضع څخه خبري کوي. که کمزور یاست د زورور سره د مقابلی پرځای، د هغه مخ بلی خواته وګرځوی.

۶. امریکا د قراردادیانو وطن دی. په امریکا کی ټول خلک له نورو ځایو راغلی او هیڅ مشترک تاریخ او کلتور نه لري. دوی ګټو دلته راټول کړیدي. امریکایان تر ډیره وخته بیوطنه مواطن وه او هرچا چی هرڅه کول، هغه یی وکړه. د امریکا اوسنی دولت په تدریج جوړ سوی او اوس پر پنځوس ایالتونو مشتمل دی. ایالتونه پخپله خوښه سره یوځای سوي او متحده ایالات یی جوړ کړیدي. د اوسنی امریکا آیالتونه د متاع په شان څو واره لاس په لاس خرڅ سویدي. هلته د وطن او خاوري تقدس او په هغه افتخار نسته. دا نسته لکه په شرق کی چي خلک وایي وطن مور ده. انګلیسانو، فرانسویانو، هالیندیانو، هسپانویانو د امریکا ایالتونه د هغو د خلکو سره یوخای یو پر بل څو واره لاس په لاس خرڅ کړیدي. په اروپا کی د استعماری طاقتونو خپلمنځی جنګونو هغوی دومره کمزور کړل چی نور یی د امریکا د لویی وچي مستعمره چی تر سمندر هاخوا وه، نه سو ساتلای. نوو مهاجرو ته دا ‍‍‍‍‍‍‍ښه فرصت وو چی نور له هغو شریرو پاچاهانو او دهغوی له بیعدالتیو خلاص سول له کومو چی دلته راتښتیدلی وو.

د ۱۸ پیړۍ په اخیره نیمایي کی د اوسنی متحده ایالاتو په شرقی خوا کی انګلیس نژاده مهاجر د جورج واشنګټن په مشری راټول سول او د امریکا د متحده ایالاتو په نوم یی یو مستقل هیواد چی ۱۳ ایالتونه پکی شامل وه، اعلان کړ. جورج واشنګتن په قوم انګلیس وو او د انګلیستان په شمال کی د نیوکاسل سره نژدی اوس هم دده کور سته چی ما لیدلی دی. کله چی د فرانس امپراتور (ناپلیون) په جنګونو کی ستړی سو، د اوسنی متحده ایالاتو مرکزی ایالتونه یی پر نوی هیواد (د امریکا متحده ایالات) خرڅ کړل. غربی آیالات خپله او یا په زور ورسره یوځای کړل سول. د آلاسکا ایالت یی له روسانو راونیو. په دی ډول اوسنی د امریکا متحده ایالات له هره قیده د آزادو خلکو لخوا د داسي یو هیواد په شکل جوړ سو چی دری خواؤ ته یی بحر دی، له نوري نړۍ ډیر لیري او د امپراتورانو له چپاوله محفوظ اوسیدلی دی.

سربیره پردغو امتیازاتو چی ډیر هیوادونه یی نه لري،‌امریکا د دنیا یوه سرشاره لویه وچه ده چی له طبیعي نعمتونو ډکه ده. په نوره دنیا کی خلکو زحمتونه ګاللي دي او اختراعات یی کړیدی او امریکا ته یی مفت وروړیدی. د مهاجرت سره یوځای مغزونه ورته ورغلی دي. په ۱۹۶۸م میلادي کی می په یو مجله کی لوستلي وو چی په هر کال کی ۳۸ زره تعلیمیافته کسان ‌(لیسانس او تر هغه لوړ) امریکا ته مهاجرت کوی. نور ځایونه تربیه سوی په زرهاؤ خلک دوی ته مفت په ټیټه غاړه ورځي. هرکال د تعلیمافته کسانو لوی فوج مفت ورروان دی. یو امریکایی هدف ته د رسیدو په لار کی له هرڅه کار اخلی. یوه امریکایي پیغله لیري د افریقا په یو ځنګل کی کلونه د ځنګلیانو سره ژوند کولای سی او په هغه څه چی په شرق کی یوه پیغله ویریږي، امریکائی نه ویریږي. په هره ټولنه او د هرچا په پوست ورننوتلای سي او خپل کار په کوي. کار او پیسه د هر امریکایي نصب العین دی او د هغه د لاسته راوستو په لار کی کوم خنډ نه ویني. کرارکرار د امریکا متحده ایالات د خپل استقرار، سرشار طبیعی منابع، کار او عدم قیودات له برکته د نړ‍‍ۍ یو ډیر پرمخ تللی هیواد سو. اوس پر امریکا څو سرمایه دار حکومت کوی. د حکومت لوړپوړي چارواکی د سرمایه دارانو ایجنټان دي. دغه سرمایه داران ګټو سره ملګري کړیدي. د وسلو لویی فابریکی په امریکا کی شخصي دی او د دولت لپاره په قرارداد تولیدات کوي. دغه سرمایه داران د خپل جنګي تولیداتو د بازار لپاره پر نورو هیوادونو جنګونه تحمیلوي. دوی حتی جنګونه هم په قرارداد ورکوي. پرهر هیواد چی حمله کوي، کوښښ کوي چی د جنګ بار د نورو پراوږو ورواچوي.

۷. امریکا د ګټو لپاره جنګیږي. په یوروپ کی دواړه نړیوال جنګونه په ظاهره د ملي امنیت د دفاع په منظور وسول. جرمنیانو فکر کاوه چی تحقیر سویدي او نور یی زوروي. او نورو بیا د جرمني د تعرضاتو د مخنیوي په پلمه جنګ ته ودانګل. د هرچا وطن په خطر کی وو. امریکا داسی نه وه. امن یی نه وو په خطر کي. هغه د جنګ له میدانه ډیر لیري او د سمندر هاخوا پروت هیواد وو او هیچا تعرض نه وو پر کړی. خو ګټو جنګ ته داخله کړه. څرنګه چی د امریکا څخه په آرامه فضاء کی په ډیر کار او سرشاره امکاناتو کرار کرار لوی قوت جوړ سوی وو، نو استعماري فکر پکي پیدا سو.

د لومړي جهانی جنګ په اخیر کی (۱۹۱۷) امریکا له انزوا راووتل او تر دوهم نړیوال جګړی وروسته یی استعماري اهداف خپل کړل. د شوروي تر سقوط وروسته د نړۍ د یوازنی لوی طاقت په توګه امریکا د اتلسمي او نولسمي پیړیو اروپایي استعمار ګرو په څیر د کمزورو هیوداونو او د هغوی د منابعو د تسخیر په من‍ظور مستقیما نظامی مداخله کوي؛ پر سومالیا، افغانستان، عراق، لیبیا او سوریه یې حملې مثالونه دي. خو څرنګه چی نظامی قوت یی ډیر دی، نو تباهی یې هم ډیره ده.

۸. لوی طاقتونه په هر هغه هیواد چي حمله کوي، هلته رژیم تغییروي. د رژیم تغییرد یو آزاد هیواد په حق کی تر ټولو لوی ظلم دی؛ د یو هیواد اصلی تباهی د پردو لخوا په نوموړي هیواد کی د رژیم تغییر دی. لوی طاقت پر یو هیواد حمله کوي. حکومت یی نسکوروي او په عوض کی یې د ټولنی نااهل کسان او خپل ګوډاګیان پر قدرت راولی. د دغه نوی حکومت ترشا په فوج او پیسه دریږي. پسله لس یا شل کاله دغه نااهلان لوی سرمایه دار او د لوی جایداد څښتنان جوړ سوی وي، په ولس کی یې ریښی ځغلولی وي، خپل قومیان یا همفکره خلک یی وزیران، والیان، سفیران او سرمایه داران کړی وی؛ سیاست یی هم زده کړی وی.

بلاخره په ولس کی مطرح څوک سی. کله چی متجاوز طاقت په جنګ کی د ولس لخوا مات سی، نو وایی چی زه وزم؛ خو تاسی د وطن خلک سره کښینی او پر یو حکومت موافقه سره وکړی ترڅو زما وتلو ته لار هواره سی. هرڅوک وایی دا ښه خبره ده؛ باید سره کښینو. خارجیان وزي، نو موږ وینو ولی تویوو؟ خو څوک او څوک سره کښینی؟ مقاومت داوخت د همدغو ګوډاګیانو سره کښینی؛ داځکه دوی د مقاومت سره د پردو په مرسته جنګیدلی دی او اوس یو څوک سویدی. په هیواد کی اوس همدوی د قدرت جزیرې دي. همدوی په اصطلاح مطرح قوتونه دی. کله چی ګډ حکومت او یا ددواړو ډلو په خوښه یو حکومت جوړ سي، په حقیقت کی متجاوز طاقت دوباره کامیاب سو؛ داځکه خپل ګوډاګیان یی بیا په قدرت کی وساتل. جنګ چی ختم سو، کرار کرار ګوډاګیان د پردو په مرسته مقاوت له سیاسی صحنی باسی او بده ټاپه هم پر وهی.

دا وخت مقاومت مضمحل سوی وی او بیا ولس مقاومت ته نه سی وربللای. په تاجیکستان کی اسلامی تحریک همداسی مضمحل کړل سو. دغه سبب دی چی تر هر جنګ وروسته آرامی نه ده راغلی او د عام ولس قربانیو رنګ نه دی راوړی. دا په کار ده چی دا واري ملت هوښیار اوسي او قیادت مقاومت ته وسپارل سی. که دا بیخي نه کیږي، قیادت دي د مقاومت وی؛ یو څو ګوډاګیان دی د ځان سره عاریتا واخلی او په قرارداد کی ولیکل سی چی د قدرت جزیری به ختمیږي. خو په هیڅوجه ګډ حکومت چی قیادت او قدرت نیم وی ورسره جوړ نه کړل سی. تر ګډ حکومت بیا بیطرف حکومت ښه دی؛ خو شرط یی دا چی د حکومت مشر به د مقاومت لخوا پیشنهاد کیږي او هغه به پریښوول کیږی چی خپل کاري ټیم خپله جوړ کړی. هغه ته به کاری ټیم نه جوړیږي چی بیرته همهغه ګډ حکومت او په نتیجه کی ناآرامی ده.

۹. امریکا له هغه جنګه ډیر بد وړي چی ځانی تلفات وراړوي. امریکا له ټولي نړۍ لیري پروت هیواد دی. د مځکي له لاري نورو ته نژدی نه دی چي حمله پر وکړي. نو ځکه نورو ته ځان رسول یې تر ډیره باید د تکنالوجی په زور وي. دغه سبب دی چی امریکا د جنګي تکنالوجی په انکشاف کی تر ټولي نړۍ مخکښه ده. څرنګه چی د امریکا جنګ د وطن د دفاع جنګ نه دی، بلکی د ګټو جنګ دی، نو ځکه و هیڅ هغه جنګ ته زړه نه ښه کوي‌ چي ځاني تلفات ورته اړوي. په ځاني تلفاتو کی خپل ولس ورته پورته کیږي‌ چی دا خو د وطن د دفاع جنګ نه دی چی ځانونه قربان کړو. د پیسو لپاره موږ ځانونه نه وژنو. په امریکا کی اکثره کورنۍ یو زوی لري. نه غواړی هغه د پیسو په جنګ کی مړ سي. پیسه په امریکا کی په امن کی هم سته. نو ځکه په جنګ کی چی د امریکا یو عسکر وژل کیږي او یا بندي کیږي، پر امریکا ډیره سخته تمامیږي. دوی کوښښ کوي چی په جنګ کی د پيسو او تکنالوجی څخه ډیر کار واخلي. امریکایان کوښښ کوي چی د مستعمره هیواد د خلکو څخه د خپل ملیشو او مځکني فوج کار واخلي چی ددوی لپاره وجنګیږي. که په یو مستعمره هیواد کی په پیسو عسکري ته کافي خلک نه پیدا کیدل، نو بیا جنګ قراردادیانو ته په اجاره ورکوي‌. دلته امریکا د مستعمره هیواد د حکومت او فوج حیثیت ته نه ګوري چی په قراردي فوج سره د هیواد داخلی فوج ناتوانه او حکومت نامشروع ګڼل کیږي. خو دوی یی کوي. په دغسي یو حالت کی یوه امریکایي کمپنۍ له نورو وروسته پآته هیوادونو څخه په پیسو اجرتي قاتلان استخداموی او په منظور نظر هیواد کی یی جنګوي. دلته نو امریکایان بیا د مرګ ډیره پروا نه کوي؛ داځکه بل مري.

نتیجه:

امریکایان تاریخی وطن او تاریخي افتخارات، ثوابت او ضوابط نه لري؛ بلکی ګټو سره رایوځای کړی او د هغو لپاره هڅه کوي او جنګیږي. امریکا د عصري تکنالوجی په حساب، دیره زوروره ده او کوښښ کوي چی په جنګ کی تر ډیره د تکنالوجۍ څخه کار واخلي. امریکایانو ته هدف مقدس او هره لار او وسیله چی دغه هدف ته په رسیږي مقدسه ده. دوی به کوښښ وکړي چی د افغانستان جنګ په قرارداد ورکړي. دلته دوی د افغان دولت مشروعیت او د فوج عزت ته نه ګوري. طالبانو ته هم بده ده. دوی به امریکایان په جنګ کی نه وژنی، بلکی اجرتي قاتلان به وژني چی په امریکا کی څوک نه په خوږیږي او طالبانو ته سیاسی برئ نه په پیدا کیږي. امریکا لوی ‍طاقت دی، ټکر ورسره پکار نه دی بلکی مخ یی باید واړول سي او مخ یې هغه وخت اوړي چی همهغه خواته ګټه ورته وبریښول سي. مثلا په افغانستان کی، د جنګي ستراتیجی پر خاي د معادنو د راایستلو کار دي وکړي چی مادي ګټه یی پکی سته. افغانستان بیله دغه هم خپل معادن پخپله نه سي راایستلای. امریکایان دي تشویق سی چی تر نورو ټولو هیوادونو په دغه برخه کی ښه ظرفیت او تکنالوجی دوی لري. زموږ ګاونډیانو، امریکا افغانستان ته راوستی ده. افغانانو ته نه سي ویلای چی امریکا ولی دلته ده؟ که جنګ ختم سی او امریکا په ملکی برخه کی مرسته وکړی. په موجوده شرایطو کي، دا ښایی اهون ضررین وی او ښايي د هیواد په استقرار کی هم مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

محترم اعظم صاحب د امریکا ځناوری او بی رحمه خطرناک او ظالم سیاست کاملآ همداسی دی لکه چی تاسو شرحه کړۍ دی، حتی د هغه وخت اتحادی شوروی څخه هم تندرویه دی ! اوس ئي په افغانستان کښي دامریکا عنعناتو په شان ټول رنګا رنګه قاتلان ، چپاولګر او د مختلفو ممالکو جاسوسان په کابل کښي مستقر کړیدی او په افسوس سره دا مرتجع منورین د یو او بل قاتل او غلام پسی منډی وهی افغانستان ملت د خدای پاک ددی شریرونه ژر تر ‍‍‍‍ژره خلاص کړی او زه پوره ایمان لرم چی دا ورځ راتلوونکی دی او امریکا د… نور لوستل »

غمی،پښتین

سلامونه ډاکتر صاحب.
بهترینه لیکنه،بهترین معلومات،کاش چه په دا راوانو غونډو خبرو کی یی ستاسو په شان خلکو ته طالیبانو برخه ورکړی وای،
په دا خبرو کی داسی کسان د طالیانو له خوا ګمارلی شوی.چه فکر نه کوم د مشکل په صحی صورت سره تعریف کړی شی.
هسی نه چه خبری ته اړم شی .د افغانانو لاس د تیږه لاندی دی،باید په چل سره د تیږی څخه ویستل شی.

مجاهد

فاروق اعظم صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ښکلی لیکنه وه او د لیکنی د عنوان او نهو محتویاتو سره یی توافق نظر لرم، تر ډیری کچی همداسی ده چه اعظم صاحب لیکلی دی، مګر د اخری تتیجی سره یی توافق نظر نه لرم او هغه دا چه: لمړی: اعظم صاحب لیکلی چه امریکایان تاریخی قیودات او ضوابط نه لری یعنی د ماضی په ځای په اوس او راتلونکی ګټو باندی تکیه لری که په خوښه او ارامه یی ترلاسه نه کړی له زوره هم کار اخلی تر دی ځایه درسره منم او دا پورتنی صفت ځانله… نور لوستل »

عبدالمالک همت

د ډاکټر صاحب فاروق اعظم پورتنۍ مقاله مي ولوسته پر نورو برخو يې هم مکث کېدای سي، خو لاندي ټکي يې ډېر د تأمل وړ دي: «امریکا لوی ‍طاقت دی، ټکر ورسره پکار نه دی بلکی مخ یی باید واړول سي او مخ یې هغه وخت اوړي چی همهغه خواته ګټه ورته وبریښول سي. مثلا په افغانستان کی، د جنګي ستراتیجی پر خاي د معادنو د راایستلو کار دي وکړي چی مادي ګټه یی پکی سته. افغانستان بیله دغه هم خپل معادن پخپله نه سي راایستلای. امریکایان دي تشویق سی چی تر نورو ټولو هیوادونو په دغه برخه کی ښه… نور لوستل »

فايز افغان

له امريکا يانو سره د عادي اړيکو جوړولو پلوی يم خو کله چې دوی ووزي او د نورو په شان د هيواد د قوانينو او خپلواکۍ د اصل تر چتر لاندې.

Mosa Khan

ډاکټرصیب! بخښنه غواړم، ستا نظر او استدلال به پخوا ډېر پوخ و، اوس ګمان کوم ډېر سپین ږیری سوی یي. یو خو دې مقاله ټوله یوه خبره ده او شمیرې دې ډېري ورکړي دي. دویم دا چې د قبل الوقت خبره دې بعد الوقت را نښلولي ده. دا مقاله خو به تا هغه وخت لیکله چې امریکایان اوس تازه د جنګ لپاره افغانستان ته را روان وای، اوس خو دوی هاغه دي روان دي بسترې تړي. ته افغانان داسي ځیني ویروي چې ورته وا پام کوئ درنه ولاړ نشي کنه نو بیا به مو خوږ هم کړي او معادن به… نور لوستل »

غ.حضرت

د محترم ډاکټر صاحب لیکنه به وروسته ولولم خو فقط غواړم د عنوان په هکله ئې چي د( پېژندنی) په درنه او ژوره او پراخه او هسکه کلمه مزینه ده، یو لنډ ټکی وړاندی کړم:
یو څوک بل څوک هغه وخت پېژندلای شی چي خپل ځان وپېژنی.

abdul saboor

محترمه !زموږ اوتاسو پوهه تر دى ډيره کمه ده چى دداکتر صاحب فاروق اعظم غوندى شخصيت په ليکنو نيوکه وکړو کومه معقوله چى تاسو دداکتر صاحب دليکنى په ځواب کى ليکلى ده هغه داسىده چى ترڅوځان ونه پيژنى خداى پاک نشى پيژندلاى

پتنګ

دا ټولې اپړې دوپړي دي ، طالبان دا ۱۸ کاله يوه خبره کوي او هغه دا چې دوی بیګانه لښکر په افغانستان کې نغواړي او نه یې پریږدي ، غربیان کوشش کوي چې د ښځو دحقوقو د ساتلو په پلمه او په ورو ورو د لیبرالې دیموکراسي درواجولو لپاره او ډیره ډیر مهم هدف یې د شریعت او اسلام ضعیفه ول دي ، او ددوی له اصلي مقاصدو څخه ګڼل کيږي ! خو دا هدفونه دوی مخامخ نه وايې او بهانه یې تروریزم نیولی دی ،حلانکه چې هیڅ طالب او افغان په تروریستي عملیاتو کې نه ګډون کړی دی او… نور لوستل »

قیامت دی

پتنګه! غربیان باالکل وحشی دی او همدا نقاط تاسو ورته اشاره کری تر سره کوی. خو د طالب هم قسم دی که پر اسلام روان وی. تاسو ورسی دا اوس وګوری سه ظلمونه کوی. د خلګو خخه په زور دودی غواری، بیګناه خلک وژنی، مکتب پل پلچک ساختمان تخریبوی په لس هاوو نور ظلم او وحشت یی روان کری دی. پشتانه یی توک توک کرل. د هزاره وو مکتب نه سوزوی د پشتنو لا ورانوی. دنیا ته مو هم زان هم مسلمان وشرماوه. خدای تعالی ته به سه جواب وایاست اخر قیامت خو به منی. د خدای وبیریزی د چوکی… نور لوستل »

طاهر ثابت

زه دداکتر سیب دنتیجی سره موافق یم. امریکایان غله دی او په پیسو پسی ګرځی. خو ددی په ځای چه هغوی ته آزادی ورکړ سی افغانستان باید هم دولتی سطحه او خصوصی سطحه دمحدودیت قواعد او ضوابط ولری چه یوه لیاره هم خپل ځان ته جاسوسان پیدا نکړی.
دا پورته خبره مشکله ده او په هغه باندی باید سم تحقیق وسی او بیا دهغه دنتایجو په رڼا کی سمه پالیسی جوړه سی.
بلی یو عمومی توافق راتلای سی چه په جزئیاتو به وروسته کار وسی.

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx