نړۍ

بنګله ديش کې چاودنې شپېته کسان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): د بنګله دېش  په پلازمينه ډهاکه کې د کيميايي موادو په ګودام کې چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

ځايي رسنۍ وايي، چاودنه د خلکو استوګنځي ته څېرمه د کيميايي موادو په يوه ګودام کې  شوې، چې له امله يې د سيمې نور کورونه هم د اور خوراک شوي دي.

د چارواکو په وينا، د چاودنې له امله شپېته کسان وژل شوي او اوس قابو شوی دی.

د اور وژونکې ډلې يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې  چاودنه د ګاز  ډبې له امله رامنځته شوې او په دې اړه نورې څېړنې هم  روانې دي.

ژغورونکې ډلې او ځايي چارواکي وايي، چې اور دومره توند و، چې خلک له دې ځايه په خوندي وتلو هم نه دي توانيدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x