طالبان: امریکا او ملاتړي يې په هیواد کې د دین جرړي ایستل غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې تاریخي مدرسې ړنګول په ډاګه کوي چې بهرنیان او داخلي ملاتړي یې « تنها زموږ د هیواد د خاورې او ازادۍ دښمنان نه دي؛ بلکې هغوی غواړي په دې هیواد کې د دین جرړې وباسي».

د خبرپاڼې سره سم د تګاب ولسوالي په بدراب سیمه کې یوه مشهوره دیني او تاریخي مدرسه د امریکایانو او دولتي ځواکونو په یوه ګډه چاپه کې ویجاړه شوې.

«دغه وحشیانه حمله په یوه داسې دیني مدرسه او مرکز ترسره شو چې په تیرو څه باندې سلو کلونو کې يې دې هیواد ته زرګونه علماء کرام د دیني خدمت لپاره روزلي وو».

خبرپاڼه کې اشاره شوې چې کمونیستانو ځکه په افغانستان کې ماتې وخوړه چې هغوی د ملت دیني اساسات او شعایر په نښه کړل او په زور یې پر افغان ولس د خپل فکر تپل وغوښتل، چې له امله یې د ابد لپاره ماتې په برخه شوه.

طالبانو ټینګار کړی چې ددغه وحشت تر سره کوونکي به د خپل جرم سزا ویني او ویلي يې دي چې طالبان او ولس باید د ښوونځیو، پوهنتونونو تر څنګ د خپلو مساجدو او مدارسو دفاع هم وکړي او ګواښ یې کړی چې په بدل کې به یې د امریکایانو او د هغوی د ملاتړو حساس استخباراتي مراکز په نښه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د