د چارواکو د ناسم چلند له امله د ترانسپورټي شرکتونو اتحادیې کاري اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): د لویو ترانسپورتي شرکتونو مالکانو د حکومت له خوا د لوړ فساد له امله کاري اعتصاب پیل کړی او خبرداری ورکوي، تر هغو چې یې ستونزې نه وي حل شوې، کار بندیز به روان ساتي.

د دغو شرکتونو اتحادیه وایي، د حکومت مختلفې ادارې په یوه او بل نوم ترې پیسې شکوي، او یوه لویه مافیا تري جوړه شوي ده.

د اتحادیې د غړیو په وینا، د ترانسپورټ وزارت، د ترافیکو ریاست، د مالیې وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ټولګټو چارو وزارت په مختلفو ځایونو کې په بیلابیلو پلمو خپلې پیسې تري اخلي او د دې غم نه دی ورسره چې آیا موتروان او مالک هم دومره ګټه لري او کنه.

دوی وایي، د لارې پر سر هره امنیتي پوسته له ۲ زرو نه تر۲۰ زرو افغانیو پوري پیسې ترې اخلي او که یې ور نکړي، مالونه هم ترې په زوره ښکته کوي.

موټروانان وایي، له کارونو یې زړه تور شوی، ځای پرځای ورته پولیس، ترانسپورټ او ښاروالي خپلې پرچې ورکوي، چې دا چاره مستقیما په بازارونو کې د توکو پر نرخونو اغیز لري.

د اتحادیې لخوا د کابل- کندهار لویه لار هم تړل شوې او خبرداری یې ورکړی، تر هغو چې یې ستونزې نه وي هواري شوې؛ لاره نه پرانیزي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د