ورزش

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړۍ شل اوریزو سیالۍ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو سیریز لومړۍ سیالۍ نن ماښام د افغانستان پر وخت په ۵:۳۰ بجې د هند په دهرادون ښار راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې پېل کیږي.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۸م کال اسیا جام سیالیو څخه وروسته په لومړي وار نړیوالې لوبې ترسره کوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ که تېرو نړیوالو سیالیو ته نظر وشي نو افغانستان لوبډله د ایرلینډ پر پرتله ګواښونکی ثابتیدای شي، افغانستان په اسیا جام سیالیو کې داسې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې د پاکستان او هندوستان په څېر سترو لوبډلو ته سخت ګواښ ثابت و.

په اسیا جام کې بنګلدیش او سرېلنکا ته ماتې، د پاکستان سره سخته سیالۍ او د هند لوبډلې سره د سیالۍ مساوي کېدل دا ښيي چې افغانستان لوبډله کولای شي ایرلینډ ته په اسانۍ سره ماتې ورکړي.

که څه هم د اسیا جام سیالۍ د پنځوس اورونو فارمیټ کې ترسره شوې خو په ۲۰۱۸م کال کې افغانستان د شل اوریزو سیالیو بریا هم سل په سله وه، افغان لوبډلې له ۷ سیالیو څخه یې ۷ ګټلې دي.

له بل پلوه که د ایرلینډ لوبډلې تېرو نږدې سیالیو ته وکتل شي نو په څلور ملکي شل اوریزو سیریز کې يې له سکاټلینډ لوبډلې څخه ماتې وخوړه، او د هالینډ لوبډلې پر وړاندې یې سیالۍ له سختې لوبې وروسته په وروستي توپ وګټله.

افغانستان لوبډله به په خپله شل اوریزو لوبډلې نوملړ کې د محمد شهزاد په څېر تکړه او چټک توپوهونکي کمی محسوس کړي، خو له بل پلوه د نوموړي تشه حضرت الله ځاځی چې په تېره نږدې کې ښه ځلیدلی ډکولی شي.

دا ډول افغانستان لوبډله په ۲۰۱۸م کال کې د چټکو توپ اچونکو له قحط سره مخ وه، چې اوس دولت ځدران، شاپور ځدران، ضیاء الرحمن شریفي، فرید احمد ملک او سید احمد شیرزاد په لوبډله کې یو ځای شوي دي.

یاده دې وي چې په افغانستان غوره لیګ (APL) کې د چټک توپ اچونکو غورې وړتیا سید احمد شیرزاد، ضیاء الرحمن شریفي او فرید احمد ملک هم په شل اوریزو لوبډله کې ځای کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x