غزل: حضرت يوسف مزمل

حضرت يوسف مزمل

سپرليه راشه راوړه بيا ګلونه ښکلي ښکلي
په زړه کې مې اوسيږي ستا يادونه ښکلي ښکلي

فراق مې په نصيب دی خپل قسمت ته يم حيران
د هجر په اورو کې مې وختونه ښکلي ښکلي

له لاسه د خزانه چې زه شپه او ورځ ژړيږم
تالا په سره ګلشن کې مې ګلونه ښکلي ښکلي

ګريوان تر لمن څيرې تر مجنون مې حال بدتر دی
په غرو او په رغو کې مې خوبونه ښکلي ښکلي

نارې د اف او اخ مې د زخمي زړګي له درده
پرهر پرهر په زړ مې دې داغونه ښکلي ښکلي

ترڅو به لوىه خداىه دا غمونه وي او زه يم
ليکم به مزمل دغه شعرونه ښکلي ښکلي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د