بې وزلو پرګنو او د هغو استازو ته به مو ډېر پام وي!

عبدالمالک همت

ښه ده چي په دې اړه لومړی د قرآن کريم دا مبارک آيت تلاوت کړو:

﴿ وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا (28)) [ الکهف: ۱۸ : ۲۸]

ژباړه: او د هغو کسانو (د هغو مومنو بې وزلو) سره په صبر او زغم سره ناسته پاسته او مجلس غوره کړه او ورسره واوسه چي خپل پالونکی سهار او ماښام )د عبادت او سوال او غوښتني( په دعا وربولي او موخه او غوښتنه يې يوازي د هغه رضا ده. او خپلي سترګي (د شتمنو او زورورو لور ته) د دنيوي ژوندانه د ښکلا په لټه له دغسي کسانو څخه مه اړوه. او د داسي چا خبره مه منه چي موږ د هغه زړه زموږ له ياده غافل کړی دی. او په خپلو هيلو او غوښتنو پسي روان دی ( په دې توګه يې د خپل پالونکي د طاعت پرځای خپلي نفسي غوښتني غوره کړي دي). او ټول اعمال يې ضايع او پر هيڅ دي.

درسته ده چي موږ ټول مسلمانان او افغانان يو، هم د اسلام او افغانولۍ له مزاياوو څخه د برخي اخيستلو حق لرو او هم يې د دفاع، ننګي او ساتني په لار کي له هيڅ سرښندني ډډه نه کوو.

خو عيني واقعيت دادی چي زموږ د هيواد مطلق اکثريت وګړي بې وزلي او عادي کسان جوړوي. د جهاد، د اسلام او هيواد د ننګي او ساتني چاري عملاً او په مستقيمه توګه دوی تر سره کوي او په دې لار کي قربانۍ دوی ورکړي دي. ظلمونه، کړاوونه، تنګسې، لوږي تندي او بېخي ډېري خوارۍ دوی ګاللي دي. زندانونه په دوی ډک دي. د هيواد په دننه او پاکستان او ايران کي د مهاجرت ناخوالي دوی ګالي. يتيمان، کونډي، بوري او بوډۍ ميندي، بوډا پلرونه او بې سرپرسته او بې کالخوايه کسان ټول په دوی کي دي.

د هيواد دغه مطلق اکثريت انسانان ډېر ښه ، پوه، د اسلامي او ټولنيزو چارو سره مستقيم تماس لرونکي عالمان او د تدبير خاوندان، د اعتماد وړ مخور او د رايي او حل او عقد څښتنان بېخي ډېر لري. لکه چي پوهيږو زموږ د هيواد د ښارونو په کوڅه ـ کوڅه او د کليو او بانډو په ګوټ ـ ګوټ کي مساجد، خانقاوي، تکيه خانې، زيارتونه، سپېڅلي اماکن، مدارس، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، حکومتي ادارې او داسي نور سته چي زښت زيات ډول ډول پوهان، اسلامي عالمان، مولويان، مفتيان، خطيبان، ليکوالان، شاعران، اديبان، د کتابونومؤلفين، د مجلو، اخبارونو او ډول ډول سايټونو او علمي تاسيساتو خاوندان، متصوفين، د اولياوو د مزارونو وارثان او متوليان، ښوونکي او استادان، د دولتي چارو متخصصين او کارمندان، ډاکټران، د سوداګرۍ او راکړي ورکړي په چارو بوخت او پوه کسان او ډېر نور سته چي دوی او عام ولسي خلک په پرله پسې توګه او له نژدې اړيکي لري، يو بل ښه سره پېژني، يو د بل په خبره ښه پوهيږي او يو پر بل اعتماد لري. پر دې بنسټ په دغو ځايونو کي، په دغو خلکو کي د ولس د خوښي داسي استازي سته چي په ډول ډول هيوادنيو مسايلو، د ملي او ټولنيزو ستونزو د اوارۍ لپاره او په بېلو بېلو اورشوګانو کي ډېري ښې او رغندي مشورې ورکولای سي او د هر راز ستونزي د هوارۍ تمه ځني کېدلای سي. خو له بده مرغه نه چا دغه مليوني پرګنې د خپلو دغو استازو په باب پوښتلي دي او نه چا له دغو د ډول ډول پوهو او تجربو درلودونکو شخصيتونو څخه مشوره اخيستې ده.

په خواشينۍ سره بايد ووايم په دې هيواد کي چي زما په ياد کيږي په هيوادنيو مسايلو کي له دغو کسانو څخه يا هيڅ پوښتنه نه ده سوې او يا لږ سوې ده. که کله ناکله کومي لويي جرګې او يا بلي غونډي ته څوک را غوښتل سوي دي، زیاتره يې د وا کمنو د خوښي سره سم هغه کسان ور غونډ سوي دي چي مازي په ظاهري قواره سپین ږيري وي خو هيڅ سواد نه لري يا د لږ او سطحي سواد خاوند وي او تېر عمر يې عبث او په بې کارو چارو تېر کړی وي.

په دې وروستيو کلونو کي بيا د دولتي ادارو او نورو چارو لپاره له لوړ څخه نيولې ترمنځنۍ کچي پوري تقريباً ټول چارواکي د نيواک د ډول ډول چينلونو له خوا رامنځ ته سوي دي. دغه ډله کسان د پردو له خوا جوړ سوي او پالش سوي، په لطايف الحيل شهرت ته رسول سوي، مطرح سوي، مادي اوتوريته ورکړه سوې، بهرنيو هيوادونو ته د تلو را تلو چانسونه ورته مساعد سوي، لويي چوکۍ ورکړه سوی، موټر، کورونه، باډيګارډان، ارګاه بارګاه ورته برابر سوي، د امريکايي ډالرو او نورو د غلا زمينې ورته مساعدي سوۍ، د پردو په هڅونه او مستقيم کومک يې د ګوندونو په نومونو ډلي ټپلي جوړي کړي او زموږ د هيواد له عوام کالانعام پوچ مغزو لنډغرو څخه يې ځيني ساکښان د پيسو په زور په ځانونو پسې کړي دي.

دغه ډله کسان په ماهيت امر کي هيڅ هم نه دي، خو څنګه چي يې «توبه له مړو خالي ليدلې ده»، په لافو شافو يې ځانونه غټ ايسولي، هر يوه ځان ته کش وفش جوړ کړی او په کوچنيو خولو غټي غټي خبري کوي.

د دغو کسانو په سر کي يوه بل معلوم الحاله کس ځان نصب کړی، د طلبای کرامو سره يې اړيکي ټينګي کړي، ها خوا دېخوا يې منډي ترړي پیل کړي، څو د طالبانو په پېڅه سي او په دې ډول هم خپل غصب کړي جايدادونه او امتيازونه وساتي او هم بالاخره وکولای سي له طالبانو څخه په چل او فريب دولتي واک غصب کړي او خپلي کورنۍ ته يې ولېږدوي.

زما نظر دادی چي له دغو عناصرو څخه پر يوه يې لاهم هيڅ باور نه سي کېدای او نه يې ملګری څه ګټه کوي. دوی ډول ډول لکه چي ټول پوهيږي ملي خيانتونه او جنايتونه کړي دي، د افغانستان خلک يې دا کلونه کلونه د پردو د ګټو لپاره په ډول ډول کړونو کړولي دي او ټول کرکه ځني کوي. که همدا اوس د سياسي مصلحت له مخي د دوي له استعمالولو څخه څه ګټه اخيستل په نظر کي وي دا بېله خبره ده، خو له دې پرته د اسلام، زموږ د هيواد او زموږ د زورېدلو هيواوالو ګټه په دې کي بولم چي د زموږ د زورېدلو او کړېدلو خلکو د پورته يادو سوو استازو سره نژدې، تنګي او ټينګي اړيکي ونيول سي، وپوښتل سي، پر خبرو يې غوږ ونيول سي اوله پوهي او مشورو څخه يې ګټه واخيستل سي، په هره هيوادنۍ ربړه کي وپوښتل سي او رايو ته يې د قدر په سترګه وکتل سي. وطن په ولس او د ولس په پوهانو جوړيږي، نه په څو تنو معلوم الحالو پردي پالو چپاولګرانو او داړه مارانو. وما علينا الا البلاغ او اللهمَّ احشرني مع المساكين !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د