شعـــــرونه

غزل: منيب احساس

منیب احساس

خدایه! ختم نور اشغال کړه چي هوسا شو
نــور په برخه یي زیوال کړه چي هوسا شو

کړه واړه طاقتونه یي نور صفر ته را ښکته
د وارسا په څېر یې حال کړه چي هوساشو

له دغه ستر او خونړي انقلاب ستړي یو نور
زړګی د هر سړي ملال کړه چي هوسا شو

خوږ وطن مو په شرعي نظام سنګار کړه
ختم د فتنو راځیني جال کړه چي هوسا شو

ورک ارمان او ورکي هیلي مو سمسور کړه
اولس دآزادی په نورخوشال کړه چي هوسا شو

دوه لسېزي کېږي چي غمېزو کي را ګېر یو
ورک راڅخه دغه یوجنجال کړه چي هوساشو

اوخوړه نړی منیب احساسه نظـــامي میــدان
جوړ سیاسي ډګر یي نړیوال کړه چي هوسا شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x