د داعش په اړه د جنرال جوزیف اندیښنه څومره پر ځای ده!؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزیف ویلي چې داعش ډله لاهم د امریکا لپاره یو لوی ګواښ دی او کولای شي له افغانستان څخه پر امریکا برید وکړي.

د جنرال جوزیف په شمول امریکايي چارواکو په تیرو ۱۸ کلونو کې تل په افغانستان کې د خپل پوځي شتون لپار داسې نامعقول توجیهات وړاندې کړي چې ډیر ځله بیرته خپله د دوی له لوري تردید شوي دي.

ولس مشر ټرمپ خپله کانګریس ته د کلنۍ وینا په مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د داعش په ملاتړ اعتراف وکړ او دهغه په ترڅ کې داسې وویل :
(( زما د معلوماتو له مخې د افغانستان په یوه سیمه کې داعش او طالبان سره په جګړه و ما خپلو ځواکونو ته وویل چې پریږدۍ هغوی په خپل منځ کې یوبل وهي خو امریکايي جنرالانو په دې اړه داسې ځواب راکړ چې ما داسې بې عقلي تر اوسه نه وه لیدلې))

همدا راز امریکایانو د تیر ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل په میاشت کې د داعش ځپلو په پلمه د بمونو د مور په نوم تر ټولو لوي بم استعمال کړ چې وروسته خپله د دوی له لوري د دغه بم کارونه د داعش له منځه وړل نه بلکې ؛ بلکې د امریکا اتومي سیال شمالي کوریا ته د پوځي زور ښکاره کول وبلل شول.

پر دې سربیره تیرکال د هیواد په شمال کې په سلګونو داعشي ملیشې د طالبانو له محاصرې څخه د ژغورنې په غرض د دولتي څرخکو په وسیله کابل مرکز او د دولت تر ولکه لاندې نورو خوندي سیمو ته ولیږدول شول.

له نامعلومو ځایونو څخه افغانستان په تیره بیا شمال ته د نامعلومو الوتکو په زریعه د داعشي ملیشو رارسول هغه څه دي چې د شمال پر محلي اوسیدونکو سر بیره ډیری پارلماني استازي او اکثریت دولتي چارواکي ورباندې اعتراف کوي.

اوس پر دغو ټولو شته واقعیتونو سر بیره به د جنرال جوزیف دا اندیښنه څومره پرځای وي چې په افغانستان کې د دوي په لاس را پیداشوی ، تجهیز شوی او د دوي په تبلیغاتو پړسول شوی داعش دي بیرته د دوی لپاره خطر او یاهم له افغانستان څخه پر امریکا برید وکړي؟

که په فرض محال همدا په افغانستان کې د امریکا په لاس جوړ شوی داعش له افغانستان څخه پر امریکا برید کوي نو د هغه پړه به خپله د امریکا په غاړه وي.
ځکه چې دوی همدا وحشي پدیده د خپل ناولي اشغال د محصول په توګه دافغانانو په هیواد کې پیدا کړې او د افغانانو خلاف کارولې.

افغانان داعش د بلک واټر د یوې برخې په توګه پیژني چې په افغانستان کې شتون یې په امریکايي اشغال پوري تړلی بولي ، که همدا نن په افغانستان کې اشغال پایته رسیږي د هغه ناولی محصول به یې هم په خپله ورسره ورکیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

يا دا چی امريکای جنرالان ډير احمقان دی او يا دا چی پر نورو يی د احمقانو خيال کړی ، په دواړو حالاتو کی دوی بي سده احمقان دی .