د يمن پولې ته څېرمه ۱۶ سعودي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي او يمن ګډې پولې ته څېرمه د حوثي ملېشو او سعودي عسکرو ترمنځ خونړۍ نښته روانه ده، چې تر اوسه په کې د شپاړس سعودي عسکرو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

د سعودي د ملي دفاع وزارت وايي، چې په دغو نښتو کې تر اوسه شپاړس عسکر وژل شوي دي.

يمني سرچينې وايي، چې سعودي الوتکو د يمن سرحدی صعده سيمه کې د  حوثيانو پر مرکزونو بمبارۍ کړي دي.

د ملګرو ملتونو څرګندونې

د يمن کرکېېچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي مارټ ګريفيټ ويلي، چې حديده سيمه کې د اوربند هيلې مخ پر زياتېدو دي او د راتلونکي پړاو لپاره د بحث شونتيا ته يې هيله ښکاره کړې.

ګريفيټ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خپلې وينا کې هيله ښکاره کړې،  چې حديده کې د جګړې دواړه لوري د بې وسلې کولو له پروګرام سره همکاري کوي او هيله ده، چې د بل ګام له اخيستو وړاندې نور پرمختګ وشي.

د يادونې وړ ده، چې د يمن جګړه په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوه او په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف د يمن پلازمېنې صنعا په شمول په نورو سيمو کې هم د حوثيانو پر ضد هوايي بمبار او ځمکني عمليات پيل کړل.

په جګړو او بمباريو کې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په شمول له لس زرو زیات کسان وژل شوي او شاوخوا څوارلس ميليونه يمنيان له لوږې او قحطۍ سره  مخ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د