بوسنیا کې یو شمېر افغان مهاجر د ترهګرۍ او انسان تښتوني په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲کب،۱۳۹۷ل): د بوسنیا د بهرنیو چارو د خدماتو ادارې رویټرز آژانس ته ویلي، چې شپږ تنه افغان مهاجر یې د انسان تښتوني او له ترهګرۍ سره د تړاو په تور نیولي دي.

رویټرز خبري آژانس په خپل راپور کې لیکلي، چې دغه شپږ تنه افغانان د هغو ۲۵۰۰۰ پناه غوښتونکو له ډلې څخه دي چې د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو هنګري او سلوانیا له لوري د پولو تر تړل کیدو وروسته بوسنیا ته ورغلي دي. زیاتره دغه مهاجر د پاکستان، افغانستان، عراق او ایران وگړي دي.

د بوسنیا د بهرنیو چارو د خدماتو ادارې ویلي دي چې له نیول شوو شپږو مهاجرو څخه پر پنځو یې له نړیوالې ترهګرۍ سره د تړاو شک کیږي او پرشپږم یي بیا د انساني قاچاق او سازمان شوو جرمونو ګمان کیږي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه کسان «عامه نظم او امنیت» ته خطر متوجه کوي او په وینا یي له دغه هیواده به اخراج شي.

د راپورونو له مخې دغه شکمن کسان د بوسینا په پلازمېنه سرایوو او شمال لویدیځ ښار بیهاچ کې نیول شوي دي. په بیهاچ ښار کې تر۵۰۰۰ زیات پناه غوښتونکي د ژمې په سخته یخنۍ کې له میاشتو راهیسې بند پاتې دي او د کروشیا پولیس یې له وړاندي تللو څخه مخنیوی کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د