کاپیسا؛ د تاریخي مدرسې نړولو، غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ ګډو ځواکونو د کاپیسا په تګاب کې د یوې پېړۍ تاریخي مدرسه په بمونو الوزولي، چې پر وړاندې يې غبرګونونه را پارېدلي دي.

حمیدالمدارس چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې يې سلګونه ځوانان په دیني علم سنبال ټولنې ته وړاندې کړي، د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې له کتابونو او قران شریف سره د بمونو د اور خوراک شوه.

د دې مدرسې نړول ولس کې د بهرنیانو او حکومت له لوري له دیني مرکزونو سره د کرکې اوج ګڼل شوی او توند غبرګونونه يې ښوودلي دي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند د محمد اشرف غني هغې څرګندونې ته اشاره کړې چې ده پکې د ارګ او جومات د نږدې کېدو ژمنه کړې وه: «ګران وطن د اسلامي ارزښتونو، تدریس او تعلیم له مخې پیژندلی کیږي، کابل پوهنتون مو سل کلن نه دی. زرګل مپکر چې ارګ ته ننوت همدا بغارې وهلي چې د جومات او مدرسې فاصله به لنډوم، تېره شپه یې د بهرنیانو په مټ په تګاب کې سل کلنه د دین د تدریس مدرسه شهیده کړه، په تېرو پنځو کلنو کې لسګونه علما شهیدان کړل، په رڼا ورځ یې د کندوز مدرسه له لسګونو د قران شریف حافظانو سره غلبیل کړه، په کومو سترګو به رب ج ته ورځي؟»

خواله رسنیو کې د «#تګاب-شهیده-مدرسه» تر هشټګ لاندې ګڼو مسلمان ځوانانو څرګندونې کړې، عرفان الله ایوبي د همدې هشټګ په کارولو سره لیکلي: «کله چې د ظالم ظلم او تشدد اوچ ته ورسېد، پوه شئ چې زوال يې نږدې شوی دی!»

اجمل ګروهمن لیکلي پر دیني مراکزو بریدونه له دې مرکزونو سره د حکومت او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د دښمنۍ وروستی حدی دی.

«په تګاب ولسوالۍ کې د حمیدیه الشریفیه مدرسې بې رحمه بمباري د اسلامي بنسټونو پروړاندې د کرکې او دښمنۍ روستی حد دی چې تیره شپه بهرني او د اخلي عسکرو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې دغه لرغونې مدرسه شهیده کړه، البته د صلیبي یرغلګرو خو بنسټیزه دنده همدا ده چې اسلام او اسلامي ارزښتونه له مینځه یوسي، لاکن زه د هغه کورني عسکرو وجدان ته حیران یم، ایمان خو یې پرځای پریږده چې څنګه یې ضمیر دا قبوله کړه چې د بهرنیو ځناورو سره داسلامي زدکړو د دغه ستر تاریخي مرکز په شهیدولو کې برخه واخلي.»

محمد خالد عمر د دې پېښې پر وړاندې ټولنیزه چوپتیا، چې حتی لاریون هم ترسره نه شو، د ضمیر وژل کېدل یاد کړي دي.

هغه لیکلي: «د تګاب او شاولي کوټ پیښې، « د سل کلنې تاریخي مدرسې نړول او د علماؤ په ډیر وحشت سره شهادت»، دغني د ادارې پر کفر او اسلام سره پر ذاتي سر سخته دښمني ښکاره دلیل اوحجت دی، دا چې نن خلک هغه د پخوا په شان تش غندنه او مظاهرې هم نه کوي، دا د دې ښکارندويي کوي چې د خلکو ضمیرونه، ایمانونه، مړه شوي…»

حمدالله فطرت د خواله رسنيو ځینې فعالان پر دوه مخۍ ملامت کړي دي: «ځینو هغو کسانو ته حیران یم چې د پلچک په ورانېدلو یې دومره پروژیي بغارې وکړې چې حلقۍ زوبۍ یې ښکاره شو، خو د جوماتونو په ورانېدلو او د قرانکریم په شهیدولو کې یې بزدلانه سکوت اختیار کړی، ځکه د دوی د وطندوستۍ او اسلام پرستۍ چیغې یوازې نمایشي او پروژیي دي. پوزې مو پرې سه شرمیدلیو!»

شفیع اعظم پخپله تبصره کې هیله ښکاره کړي چې افغان ولس د همدې پېښې د عاملینو د محاکمې وس پیدا کړي: «رب دې ټول ظالمان او د دې خاورې او دین ابدي دوښمن همداسې سوځېدلي لکه د قران پاڼې، پاڼې پاڼې کړي.
رب دې افغانانو ته وس ورکړي چې د داسې پېښو عاملین لاس تړلي د همدې قران عدالتي محکمې ته زیړ مخونه و وینم.»

یاده دې وي د ګډ حکومت یو شریک محمد اشرف غني د واک په لومړیو کې ژمنه کړې وه، چې د جومات او ارګ تر منځ به فاصله له منځه وړي، خو د وخت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي و، د سیمې په سطحه مدرسې د «تروریزم ځالې» دي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو دیني مرکز په قصدي ډول د بمونو خوراک کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې دیني مراکز، د بمبار، سوځېدلو، شپنیو عملیاتو او په بمونو د الوزولو له امله له منځه وړل شوي دي.

تېر کال همدې ورځو کې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د سنګر درې مدرسه په بمبار کې لولپه شوه او تر هغه څو ورځې وروسته د تېر کال مرغومي په شپږمه د پکتیکا په یحی خېلو کې د سیمې یوه مشهوره مدرسه له خاورو سره خاورې کړه.

طالبانو د دې تاریخي مدرسې شهادت د غچ وړ بللی او ګواښ يې کړی چې ډېر ژر به د خپلو اسلامي تاریخي مراکزو پوپنا کوونکي پر خپله سزا ورسوي.

طالبانو ټینګار کړی چې ددغه وحشت تر سره کوونکي به د خپل جرم سزا ویني او ویلي يې دي چې طالبان او ولس باید د ښوونځیو، پوهنتونونو تر څنګ د خپلو مساجدو او مدارسو دفاع هم وکړي او ګواښ یې کړی چې په بدل کې به یې د امریکایانو او د هغوی د ملاتړو حساس استخباراتي مراکز په نښه کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

دا بغاری خو پر ځای دي مګر چاته هغه چې لادین (سیکولر) د دین د خرابولو لپاره را پاریدلی او د دین لوی ډښمن او دخلګو د خطا کولو لپاره هره پلمه او مکاري په کار اچوئ د هغه څخه داسي امید کول د ځان خطا ایستل دئ — مسلمانانو مسلمانانو مسلمانانو ولاړسئ ویښ سئ د خپل دین او عقیدی څخه ملا تړ وکړئ — الله جل شانه مو ملګری دي — يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ

جان اغا خوگیانی
میلمه
جان اغا خوگیانی

زما په نظر ســــوله کول له داسی غلامانو سره اشتباه ده زکه نور انشاالله دشهداو وینو رنگ راولی دی او کفار اوغلامان یی مات دی مونگ په تول توان تر سو چی زوندی یو جهاد به کو که مو کور دارایی اوهرسه تبا شی ورباندی افتخار کو زکه چی دالله ج درضا په لار کی مونگ هر سه چی توان لرو قربانی کو یی د دی ستر دینی مرکز بمبار دا شی چی دکفارو غلامان بلکل جایز القتل دی لکه مدنی تولنی رسنی او تول حکومتی چار واکی …