حکمتیار هم د بهرنیانو د وتلو یادونه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي – حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي د سولې لپاره مهمه ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

هغه نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته، د سولې پر روان بهیر، تېرو او راتلونکو او ټاکنو او د هغه حکومت چې دی ورسره یو ځای شوی پر جوړښت خبرې وکړې.

حکمتیار وویل، د سولې لپاره باید اوربند وشي او دا هم مهمه ده، چې بهرني ځواکونه د یو «معقول» مهال‌وېش له مخې له هېواده ووځي.

هغه د ټاکنو په اړه هم پر حکومت غږ وکړ، چې راتلونکې ټاکنې چې دی پخپله هم ورته نوماند دی، باید د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په څېر نه وي.

ګلبدین حکمتیار چې له حکومت سره یو ځای کېدل يې ګډ حکومت او بهرنیان یوه لاسته راوړنه بولي، د حکومت له لوري د لويې جرګې را غوښتل هم د ستونزې حل نه بولي، بلکې په وینا يې دغه جرګه به ستونزې زیاتې کړي.

حکمتیار پر اجراییه ریاست هم غږ وکړ، چې رییس او مرستیال يې د قانون خلاف راتلونکو ټاکنو کې ګډون کړی، باید تر مرستیالۍ او نوماندۍ وړاندې يې استعغاوې ورکړې وای.

ګلبدین حکمتیار څه موده وړاندې هم پر حکومت نیوکې کړې وې چې له ده سره کړي تړون ته هیڅ ژمن نه دي پاتې شوي او طالبان يې پر حقه وبلل چې له حکومت سره خبرې نه کوي.

حکومتي سرچینو بیا نوموړی پر «دروغ ویلو» تورن کړی او زیاته يې کړې ده، چې د بشپړ دفتر، کارکوونکو، کور، ساتونکو او موټرو لګښتونه او معاشونه يې د حکومت له خزانې ورکول کېږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

حکمتیار له پخوا هم خلاف د بهرنیانو وو او اوس هم ده. خو هغه د سولی لاره غوره کړه مطابق د قرآن. سورت انفال ۶۱ آیت: الله (ج) فرمایی: کچیری دښمن مو سولی طرف ته تمایل پیدا کړی نو تاسی هم ورسهر سوله وکړ،په الله توکل وکړی. خو تاسو طالبانو بیا د جنګ لاره غوره کړه او اوس کله مسکو ته منډی وهی او کله هم له امریکایانو سره پر میز ناست یی. د نن ورځی د سولی سبب د منطقی سیاسی او اقتصادی عوامل دی فکر مه کوی چی امریکایان تاسو سره سوله کوی سوله د ټولو په ګټه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

تر دی نور شرم ؟، درواجن دی بولی ، د بشپړ دفتر ، کارکوونکو ، کور ، ساتونکو ، موټرو …. لګښتونو او معاشونو پيغور درکول کيږی ،( ودیته وايی د دواړو جهادو سالار) ، په شرمو وشرميږی .