اسماعیل خان: اشرف غني دې د سولې شته فرصت نه تخریبوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): د تېر جهاد برخه‌وال او د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړی تورن اسماعیل خان پر اشرف غني غږ کړی، چې د سولې برابره شوې زمینه دې نه تخریبوي.

هغه له اسوشیټیډ پریس سره مرکه کې ویلي، طالبانو د روانې کشالې لپاره د حل موندلو لپاره تیار دي، چې د ټول افغان ولس لپاره خیر دی.

هغه چې مسکو ناسته کې هم د طالبانو له استازیو سره د خبرو اترو ګډونوال و، ویلي طالبان په هیڅ صورت د اشرف غني له ادارې سره خبرې نه کوي، ځکه هغه د امریکا «ګوډاګی» بولي.

د دې تر څنګ هغه وايي، طالبان له سیاسي، جهادي او منورینو مشرانو سره خبرو ته تیار دي، چې باید دا پروسه دوی پر مخ یوسي.

مسکو ناسته کې هم د بهرنیانو پر وتلو او د اسلامي نظام پر راتګ هوکړه شوې او اسماعیل خان تازه هم ټینګار کړی، چې باید بهرني ځاکونه له افغانستانه ووځي.

هغه دا هم ويلي، چې د سولې د خبرو اترو د تضمین لپاره باید ملګري ملتونه مداخله وکړي او بهرنیان باید له عمومي موافقې پرته ونه وځي.

هغه د زلمي خلیلزاد پر ماموریت هم نیوکه کړې چې کابل حکومت يې اړ نه شو کړای چې په نږدې پنځو میاشتو کې یو قوي مذاکراتي ټیم برابر کړي.

ارګ څو ورځې وړاندې وویل، که د قطر راتلونکې ناسته کې دوی ته د ګډون اجازه ورکول کېږي، بیا د پلاوي لېږلو ته تیار دی.

طالبانو پرلپسې ټينګار کړی چې د افغان په حیث له هر چا سره د خبرو اترو لپاره وخت لري، خو د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Naim
میلمه
Naim

زه خو داوایم چي طالبان اوس هم دحکومت له خوااو د اسماعیل خان وخت کی هم دحکومت له خوا به نښته کی دی. نو بوه ته به بل ترجیع مه ورکوی. اشرف غني درته افغانستان لږ جوړکه. نور نو ستاسو خوښه. که طالبان واقعا سوله غواړی زه خو وایم چی له خاینینو سره مه کوی. اشرف غني سره یی وکری. لاس یی دملت یه وینو ندی ککړ. افغانستان به ږر درته ښه زای ته ورسوی.