smoking

هره ورځ شل سګریټه څکل؛ سګریټ څکونکي ته څه پېښوي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): سګریټ څکول د زړه، سږو، هاضمې سیستم، تشې بولې، معده، ځیګر او د خولې سرطان رامنځته کوي او هم ورسره د سړي عمر لنډیږي، پوهان وایي چې یو سګریټ څکول د انسان عمر اته دقیقې لنډوي، ځکه چې په دې کې له څلور زرو څخه زیات زیانمن مواد شتون لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې نړۍ کې هر کال د سګریټو او نورو نشیي موادو په استعمال سره له پنځه ملیونو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، په دې کې شته مواد د بدن هرې برخې ته زیان رسوي، ویل کیږي چې یو سګریټ څکول د انسان عمر اته دقیقې کموي.

د دومره زیانونو سربېره اوس د امریکا یوه پوهنتون په نویو څیړنو کې ثابته کړې، څوک چې هره ورځ شل او یا له دې زیات سګریټ څکوي د سترګو په حیرانونکې ناروغۍ اخته کیږي، چې سګریټ څکونکی نشي کولای د بېلا بېلو رنګونو توپیر وکړای شي.

په یوه عملي تجربه کې چې د پوهنتون پوهانو لخوا په زیاتو سګریټ څکونکو او کمو یا سګریټ نه څکونکو  باندې ترسره شوه – دوی له دغو کسانو څخه د سکرین پرمخ د بېلا بېلو رنګونو ازموینه کړه.

دوی وموندله هغه کسانو چې سګریټ یې زیاته اندازه څکول د بېلا بېلو رنګونو لکه (سور، شین، زیړ یا نسواري) توپیر نشو کولای، ددوی په پرتله د سګریټ نه څکونکو لید غوره و او د هر رنګ توپیر یې په سمه توګه ترسره کولای شو.

څیړنه زیاتوي چې سګریټ څکول د نورو بې شمېره زیانونو سربېره د سترګو لید کې خلل رامنځته کوي، په دې کې هغه کیمیاوي مواد لکه (کاربن، سټایرن او سلفیډ) شتون لري چې لید ته سخت زیان رسوي.

د څیړنې سره سم ویل شوي چې سګریټ څکول په سترګو کې د وینې رګونه تخریبوي، دغه کار په لید کې د رنګونو معلومولو ماده له منځه وړي، او هم «macular degeneration» رامنځته کوي چې د سترګو لید له منځه تلو لامل کیږي.

څیړونکي زیاتوي چې سګریټ څکول د نورو سرطاني ناروغیو ترڅنګ پر دماغو بد اغیز کوي چې د تمرکز، تفکر او حرکت ماده زیانمنوي، سربېره پر دې دا د مغزو هغه برخه چې د سترګو لید غوره ساتي هم اغیزمنه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د