زلمي خليلزاد له دوستم سره هم د سولې په اړه خبرې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ترکيه کې د اشرف غني له لومړي مرستيال رشيد دوستم سره هم خبرې کړي.

د رشيد دوستم له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې نوموړي تيره ورځ ناوخته له زلمي خليلزاد سره د ترکيې په پلازمينه انقره کې د افغانستان د سولې، د مشورتي لويې جرګې او په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو په اړه خبرې کړي.

رشيد دوستم د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د زلمي خليلزاد هڅې ستايلي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د سولې او مذاکراتو له لارې پای ته رسېدلی شي.

د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه سيمې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ځانګړي استازي دا پنځم سفر دی چې تيره ورځ له کابل څخه د ترکيې پلازمينې انقرې ته لاړ او ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ يو ځل بيا په قطر کې د طالبانو له سياسي استازو سره وګوري.

کابل ته د سفر په ترڅ کې زلمي خليلزاد د ګډ حکومت مشر، اجرائيه رئيس او عبدالرب الرسول سياف په ګډون ګڼو سياسي او دولتي خلکو سره ليدلي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د