
افغان سوداګرو د تورخم دروازه د اعتراض په توګه تړلې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): افغان سوداګرو د ننګرهار ولايت په تورخم ښار ګوټي کې د تورخم دروازه د موټرو پر مخ د اعتراض په توګه تړلې ده.
په تورخم ښارګوټي لسګونه سوداګر راټول شوي او ياده لاره يې ځکه تړلې چې په وينا يې حکومت يې د هرات په ګمرک کې اوو سوه بار کانټينرونه ودرولي دي او د تګ اجازه نه ورکوي.
دا لاريون په تورخم کې د اصنافو او کسبګرو اتحاديې مشر خليل الرحمن په مشرۍ د يو شمير سوداګرو له لوري په لار اچول شوی دی او د تورخم لاره يې د هر ډول موټرو پرمخ تړلې ده.
خليل الرحمن رسنيو ته ويلي دي چې په هرات ولايت کې يې شاوخوا اووه سوه ګمرګ شوي کانټينر د حکومت له لوري درول شوي دي او د تګ اجازه نه ورکول کيږي.
نوموړي له حکومت څخه غوښتي چې د دوی ګمرک شوي کانټينرونه راخوشې او ګوتڅنډنه يې کړې ده چې که درول شوي کانټينرونو ته د تګ اجازه ورنکړل شي نولاريونونو ته به دوام ورکړي.
که څه هم د تورخم لاره د پليو مسافرو له پاره خلاصه ده خو لاريون کوونکي هيڅ باروړونکو او د سپرليو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د يادونې وړ ده چې د هرات په څېر په تورخم کې هم د افغان سوداګرو سلګونو موټر ولاړ دي چې حکومت ورته د نامعلوم علت له وجې د تلو اجازه نه ورکوي خو ځينې موټر پوليسو ته د پيسو په ورکولو خوشې کيږي.