سعودي عربستان په حج کې د پاکستان او هند د حاجيانو سهم زیات کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ورته د حج په مراسمو کې د پاکستاني حاجيانو د شمير زياتوالي خبره کړې ده.

شاه محمود قريشي ويلي دي چې په پاکستان کې د (مکې ته تلونکې لار) په نامه د نوي پروګرام له لاري به له دې وروسته د پاکستاني حاجيانو ټولې رسمي چارې په پاکستان کې خلاصيږي او له هغې وروسته به ورته په سعودي عربستان کې هم سهولتونه برابريږي.

شاه محمود قريشي وايي چې له دې وروسته به سعودي عربستان ته له پاکستان څخه ۲۰۰ زره حاجيان ځي چې دا شمير له دې وړاندې ۱۸۴ زره و.

دا په داسې حال کې ده چې د تيرې يکشنبې په ورځ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان پاکستان ته سفر وکړ او هلته يې له دې هيواد سره د ۲۰ ميليارده ډالرو په ارزښت بيلابيل تړونونه هم لاسليک کړل.

محمد بن سلمان اسلام اباد ته د سفر پر مهال په سعودي عربستان کې د څه باندې دوه زره پاکستاني زندانيانو د خلاصېدو اعلان هم وکړ.

بل لور ته د پاکستان سيال هيواد هند ته هم د سعودي عربستان له لوري د حج په مراسمو کې د حاجيانو د سهم زياتېدو خبر ورکړل شوی دی.

هندوستان ته د سعودي عربستان وليعهد د سفر پر مهال د هند لومړی وزير نريندا مودي سره له ليدنې وروسته وويل چې د حج په برخه کې به له دې وروسته د هند د حاجيانو سهم ۲۰۰ زرو ته لوړ کړي.

تر دې وړاندې له هندوستان څخه حج ته تلونکو مسلمانانو شمير ۱۷۵ زره او پنځه ويشت تنه و چې اوس ۲۰۰ زرو ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې اووه کاله مخکې سعودي عربستان د بيت الله شريف د توسيع او پراختيا چارو له امله د ځينو هيوادونو د حاجيانو شمير کم کړی و چې په هغې کې د افغانستان د حاجيانو شمير هم ۶۰۰۰ تنه کم شوی و، خو اوس ښايي د حرمينو د توسيع او پراختيا چارې پای ته رسېدونکي وي نو ځکه يې د يادو هیوادونو د حج سهم زيات کړی دی.

د نړۍ شاوخوا ۱۶۰ هيوادونو په څېر له افغانستان څخه هم هر کال نږدې ديرش زره تنه افغانان د حج د مراسمو له پاره سعودي عربستان ته ځي.

د حج له پاره د افغانانو د غوښتنو زياتوالی او کم سهم هغه څه دي چې ډيری افغانان حج ته د تللو له پاره درې څلور کاله انتظار کوی تر څو د کره کشۍ له لارې يې د حاجيانو په ليست کې نوم راوځي.

د تير حج په مراسمو کې هم له افغانستان څخه ۲۹ زره ۶۹۹ تنه افغانان د حج د فريضې د اداء کولو له پاره سعودي عربستان ته تللي وو خو ۲۰۰ تنه يې په پروازونو ته په خپل وخت د نه رسېدو له امله پاتې شوي وو.

بايد وويل چې د نورو هيوادونو په نسبت افغان حاجيان ډېر عمر لرونکي وي چې له همدې امله د حج په مراسمو کې له ستونزو او ناروغۍ سره مخ کيږي.

تيرکال هم اتلس تنه افغان حاجيان د ناروغيو له امله د حج په مراسمو کې وفات شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د