خوست: يو شمير ملا امامان د دولتي سرتيرو جنازې نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): په خوست ولایت کې تازه د يو وژل شوي سرتيري په جنازه کې د ملا امام نه ګډون بحثونه راپارولي دي او ويل شوي دی چې يو شمير ملا امامان د دولتي چارواکو او سرتيرو جنازې نه کوي.

په خوست ولايت کې د يو وژل شوي دولتي سرتيري کورنۍ وروسته له هغه شکايت وکړ چې په سيمه کې يې يو تن ملا امام د خيال محمد په نامه د يو سرتيري له جنازې څخه تللی دی.

د خیال محمد په نامه د وژل شوي سرتيري ورور عيد محمد وايي چې ورور يې د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې په جګړه کې وژل شوی دی؛ خو د کلي ملا امام يې جنازې ته رانغی چې بيا يې نورو خپلوانو د ورور جنازه وکړه.

نوموړی وايي چې ملاامام له جنازې خبر شوی دی نو له کوره نه بل چيرته تللی دی خو کله چې ورنه پوښتنه شوې ويلي يې دي چې که جنازه وکړي نو خپل وطن ته بيا د طالبانو له ويرې نشي تللی.

د خوست يو شمير نور ديني عالمان هم وايي چې ملا امامان د طالبانو له ويرې د سرتيرو جنازې نشي کولی.

د مولوي مطيع الله په نامه يو تن ملا امام ويلي دي چې د سرتيرو د جنازو په اړه د طالبانو له خوا پرې بنديز لګول شوی دی او ويلي يې دي چې په ملاامامانو ډېرې پيښې او مشکلات راغلي دي خو چا يې پوښتنه نه ده کړې.

د خوست د عالمانو شورا رييس مولوي شاه محمود وايي چې ملا امامان د سرتيرو جنازې ځکه نه کوي چې بيا يې ژوند له خطر سره مخ کیږي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ولايتونو له مرکزي ښارونو پرته په نورو سيمو کې دا ډول پيښې زيات وخت رامنځته کيږي چې ملاامامان د طالبانو له ويرې د وژل شويو عسکرو او نورو دولتي چارواکو جنازې نه کوي، خو په ښارونو کې د دولتي ملا امامانو له لوري د دولتي عسکرو جنازې کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

د جنازی لمونځ نباید مشروط پر ملا امام شی بیا هغه ملا امام چی د هغی په مسلمانی کی هم شک وي. د جنازی لمونځ باید د هر مسلمان زده وی چی د ملا امام په نه موجودیت کی باید د هر چا لخوا تر سره شی. صرف چی یو دوه کسه د میت شاته ودریږی د جنازی لمونځ کیږی. په اوس شرایطو کی د افغانستان جنګ په کوم اساس جایز دی اوس خو د ### ټیکه داران هم وایی چی نور په افغانستان کی جنګ جایز ندی نو پدی صورت کی د طالبانو جنازه باید ونشی چی خلاف د… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری. عموما مال امامان په دوه قسمه دی.سیاسی ملایان.او رېښتنی ملایان. سیاسی ملایان. د پولیسو او ملی اردو دولتی سړی جنازه نه کوی. ریښتنی حقانی ملایان د هر مسلمان جنازه کوی.او الله ج څخه مغفرت هم ورته غواړی.د دوه دری سوه کاله پخوا عیسویانو ملایانو هم دا چمونه کول،او جنتونه یی هم خلک باندی په بیه خرڅول،چه څوک به مړ شو د هغه رسومات یی به یی هم نه کول.ز زموږ کلی کی هم یو طالیب پلوی ملا د یوه پولیس جنازه نه کوله ،بلاخره رېښتنیو ملایانو یی جنازه وکړه، دا ریښتینی ملا په قبر باندی داسی وویل.چه دا… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

افسوس پر داسی ملايانو چی د خپل خالق الله(ج) څخه نه بيريږی او له طالبانو بيریږی .
پاک الله(ج) خپل رسول محمد(ص) يی د داسی کسانو د نجازی څخه منع کړی و .