رويټرز: ملا برادر د قطر په غونډه کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده د روانې ميلادي مياشتې په ۲۵ مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د طالب استازو او امريکايي لوري ترمنځ پنځمه ناسته ترسره شي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په قطر کې به د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د فرورۍ د پنځه ويشتمې نيټې په ناسته کې د طالبانو د سياسي کميسيون مشر ملا عبدالغني برادر هم ګډون وکړي خو رويټرز خبري اژانس د ملا برادر د نه ګډون خبر ورکړی دی.

رويټرز خبري اژانس د طالبانو د ځينو سرچينو په حواله ليکلي دي چې ملابرادر به د ځينو سفري بنديزونو او نورو ستونزو له امله د قطر په غونډه کې ګډون ونه کړي.

سرچينه د يو طالب چارواکي چې نوم يې نه دی ياد شوی له قوله ليکلي چې ملابرادر غوښتل چې د راتلونکې غونډې له پاره قطر ته سفر وکړي خو د ځينو ستونزو او سفري بنديزونو له امله يې سفر ځنډېدلی دی.

د يادونې وړ ده چې ټاکل شوې وه د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه طالبان اسلام اباد ته سفر وکړي او هلته ددې هيواد لومړي وزير عمران خان سره وګوري خو دا ناسته وروسته له هغې لغوه شوه چې طالبانو وويل په تور ليست کې يې د مشرانو د نومونو او سفري بنديزونو له امله يې ياد سفر ځنډولی دی.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد نږدې ملګری او د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته يې د نوموړي د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله. .

نوموړی په ۲۰۱۰ میلادي کال په پاکستان کې نيول شوی و او له شاوخوا اتو کالونو زندان تېرولو وروسته څه موده مخکې راخوشې شو او د شاوخوا یوه مياشت وړاندې د طالبانو د سياسي کمیسيون د مسؤل په توګه وټاکل شو.

تر اوسه طالبانو په رسمي توګه قطر ته د ملا عبدالغني برادر د سفر په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فايز افغان
میلمه
فايز افغان

که څه هم د ده شتون هلته مهم وو ،او د مهمو پريکړو تصميم به زر نيول کيدو ، خو دا چې نشي راتلی په قطر کې موجوده ټيم هم کافي تجربه لري او ان شاء الله افغانانو ته به د ازادۍ زيری زر تر زره واوروي.

جميل
میلمه
جميل

دا خو لا تر اوسه نده روښانه . خو ګيله د دوست څخه هم کيږی ، يو وخت مو لوستل چی طالبانو کرامو تر مذاکراتو مخکی شرطونه وړاندی کړی چی ډير پر ځای او معقول شرطونه وه ، خو اوس چی ګورو مذاکرات په خرپ روان دی خو تر اوسه يو شرط هم ندی پر ځای شوی او يا داچی دا هم تر مذاکراتو مخکی خبری دی او اصلی مذاکرات لا تر اوسه ندی شروع شوی. دا منو چی د نړی ټوله موئمنان تاسی خوښوی ، ستاسو ايمان او غيرت خوښوی ، د ګران افغانستان هر موئمن مسلمان په تاسو… نور لوستل »