کابلوف: روان کال د افغان سولې لپاره مهم دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي، چې روان ۲۰۱۹ کال د  افغانستان بحران د سوله‌ييز حل لپاره مهم دی او هيله يې ښکاره کړې، چې د روان کال تر پایه به افغانستان کې سوله راشي.

کابلوف په ترکيه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد سره له ليدو يوه ورځ وړاندې د ترکيې له اناضول خبري اژانس سره په مرکه کې دا څرګندونې کړي دي.

روسي ډيپلوماټ د افغانستان د سولې روانې پروسې په اړه خپله خوشبيني ښودلې او زياته کړې يې ده، چې «سږنی کال به د افغان سولې لپاره د قوي پرمختګ کال وي.»

ترکي رسنۍ وايي، چې خلیلزاد او کابلوف به سباد جمعې په ورځ د افغانستان سولې په اړه په انقره کې سره وګوري.

کابلوف ويلي، د افغانستان کشالې د سوله ييز حل لپاره له امریکا سره هر ډول مرستو ته تيار دي او د هر ډول ستونزو او کړاوونو سربېره هم بايد د سولې  خبرې ناکامې نشي.

هغه دا هم وویل، چې د امریکايي پوځيانو وتلو سره په افغانستان کې ګډوډي نه راځي؛ ځکه چې اوس هم څوارلس زره عسکر عملا په جګړو کې ډېر نه دي ښکيل او که داعسکر د يوه منظم پلان له مخې ووځي، هېڅ ډول ستونزې به رامنځته نشي.

کابلوف زياته کړې، چې د نړيوالو رسنيو او  څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې د افغانستان اويا سلنه خاوره د طالبانو  تر واک لاندې ده او د روسيې په شمول يو شمېر ستر هېوادونه طالبان د افغانستان قوي ځواک او افغانستان د امریکا له لوري اشغال شوی بولي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری.
د روسانو هره تبصره او انترییو څخه دا معلومیږی، چه طالیبانو ته وایی چه سترګی مو سری دی،بریدونه کوی تاسو کامیاب یی،
خو دا ورته نه وایی چه هر برید کی مو افغانان وژل کیږی،روغه جوړه وکړی،