نبي او نجیب افغانستان په لومړۍ بریا ونازوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې افغانستان لوبډلې د محمد نبي او نجیب ځدران په زړه پورې او صبرناکې توپوهنې په مرسته بریا خپله کړه.

افغانستان په غلطو تکنیکونو، مدیریت او پریکړو نږدې وه لوبه بایللې وه خو وروسته د محمد نبي او نجیب ځدران ملګرتیا ټاکلی هدف په وروستي اور کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه د ایرلینډ لوبډلې ترسره کړه، چې د محمد نبي او راشد خان په زړه پورې توپ اچونې ایرلینډ لوبډله په ۱۲ اورونو کې تر ۶۵ منډو محدوده کړه، خو وروسته د ډوکرل (۳۴) او د پواینټر (۳۱) لخوا د ۶۷ منډو ملګرتیا وشوه چې هدف یې تر ۱۳۲ ورساوه.

په ځواب کې د اصغر ستانکزي غلطې لوبډلمشرۍ افغانستان لوبډله له سخت ګواښ سره مخ کړه، نوموړی خپله د حضرت الله ځاځي سره اوپنر توپوهنې ته ښکته شو، له هغه وروسته د نجیب او شفق په شتون کریم جنت او شرف الدین اشرف توپوهنې ته ښکته کول ستره غلطي ثابت شوه.

خو په وروستیو کې د محمد نبي او نجیب ځدران غوره تکنیکي لوبې افغانستان ته په وروستي اور کې بریا ورکړه، نبي ۴۹ او نجیب ۴۰ منډې جوړې کړې، ددوی دواړو ترمنځ د ۸۶ منډو ملګرتیا ترسره شوه، محمد نبي په ۲ ویکټو او ۴۹ منډو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزو سیالۍ د شنبې په ورځ په ۵:۳۰ بجې ترسره کیږي، افغانستان به یو ځانګړي اوپنر او ځانګړي چټک توپ اچونکي ته ځای ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د