هند: پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه نیسو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳کب، ۱۳۹۷ل): د هند داوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هند له دریابونو څخه پاکستان ته د بهېدونکو مخه اړوو.

د اوبو او انرژۍ وزیر «نتین ګدکري» دغه خپرې په خپل ټویټر لیکلي، نوموړی وایي «د هیواد د لومړي وزیر نرینداري مودي د حکم سره سم به د پاکستان لور ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیسو او د ختیځو دریابونو د اوبو مسیر به د خپلو خلګو په لور واړوو او د جمو کشمیر او هندي پنجاب ځمکې به ورباندې خړوبې کړو».

نوموړی همدا راز زیاتوي «د رایوي په سیند باندې د جوړېدونکي بند شاهپور کاندي  کارونه پیل شوي، او په لنډ وخت کې به له یاد سیند څخه بهیدونکي اوبه هم ذخیره کړل شي»

https://twitter.com/nitin_gadkari/status/1098567044574916608.

د هندي وزیر ددې څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د اوبو او انرژۍ د وزیر مرستیال «میمن شیرازي» وايي له هند سره ددې صلاحیت نشته اود «سند طاوس» معاهدې له مخې  نشي کولی چې پاکستان ته د بهېدونکو دریو سیندونو «راوي، ستلج او بیاس» مخه ونیسي.

خو د همدې وزارت وزیر «خواجه شمیل» بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې «دوی په دې اړه هیڅ اندېښنه نلري که چېرې هند وغواړي کولای شي پاکستان ته د بهېدونکو اوبو رخ بدل کړي».

یاده دې وي چې، هند وروسته تر هغه دا قدام کوي چې تېره اونۍ د کشمیر په پلوامه نومي سیمه دوو جلا بریدونو «۴۴» هندي فوځیان ووژل.

هند د یاد برید پړه په پاکستان ورواړوله او پاکستان یې تورن کړ چې په سیمه کې امنیت ګواښي او له تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

خو پاکستان بیا دا ډول تورونه ردوي او وايي، که هند د یادې پېښې ثبوتونه لري دوی حاضر دي دا پېښه وڅېړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د