طالبانو د قطر په غونډه کې د ملا برادر د نه ګډون په اړه سپیناوی وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ کب، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د مخامخ مذاکراتو د پنځمې لړۍ په رانږدې کیدو په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې دا موضوع ګرمه شوې چې ولې د طالبانو لوړپوړی مشر ملا برادر په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

تېره ورځ له انګلستانه خپریدونکې رویټرز اژانس راپور ورکړ چې ملا برادر ځکه د قطر په ناسته کې ګډون نه کوي چې په نوموړي سفري بندیزونه دي او د هغه په اړه د طالبانو ترمینځ اختلافات پیدا شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپور رد کړی او هغه یې له حقیقته لرې بللی.

نوموړي په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا برادر لخوا د مذاکراتو لپاره ځانګړي ټیم ټاکل شوی او له امریکايي استازو سره د خبرو صلاحیت ورکړل شوی.

«په قطر هیواد کې به له امریکايي نمایندګانو سره د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم ناسته وکړي او ان شاءالله خبرې به په ښه ډول پرمخ لاړې شي. خو محترم الحاج ملا عبدالغني برادر ځکه په هغه غونډه کې ګډون نه کوي چې د ده لخوا مذاکراتي ټیم اعلان شوی، هغه ټیم مشر او اعضا لري او صلاحیت ورکړل شوی چې له امریکایانو سره مذاکرات پرمخ بوځي».

ښاغلی مجاهد همدا راز زیاتوي چې ملا برادر «د اسلامي امارت» سیاسي مرستیال دی، او په وینا یې «د ده په سویه څوک له امریکايانو څخه هم په مذاکراتو کې برخه نه لري ترڅو اړتیا پيدا شي چې ملابرادر اخند په خپله په غونډه کې برخه واخلي».

طالب ویاند د قطر په غونډه کې د ملا برادر د نه ګډون په اړه د یادو لاملونو پرته نور لاملونه «افواهات» بللي او د ارزښت نه ورکولو سپارښتنه کړې. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې رویټرز اژانس د «خپلو یو شمیر مغرضو» خبریالانو په وسیله په ورته څرګندونو سره د دغه اژانس حیثیت ته زیان اړولی.

ملا عبدالغني برادر د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۵مه له ۹ کلن بند وروسته د پاکستان له زندانه ازاد شو. نوموړی د تېرې جنوري په ۲۴مه د طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخندزاده سیاسي معاون او د سیاسي دفتر رئیس وټاکل شو. ملا برادر د روانې فبروري په ۱۲مه د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې یو لړ تغیرات راوستل او د دغه دفتر د پخوانی رئیس شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ يې له امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره ۱۴ کسیز ټیم اعلان کړ.

تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمینځ د مخامخ ناستو څلور لړۍ ترسره شوي، او ټاکل شوې چې پنځمه لړۍ به یې د روانې فبروري په ۲۵مه د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شي. ویل کیږي چې د دې ناستو اجنډا له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا په خلاف نه استعمالیدو باندې راڅرخي.

تمه کیږي چې د دې غونډې په پای کې به دواړه لوري په دې اړه یو توافق ته ورسیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

وایی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی. تر پرونه مه ویل چی اشتراک به وکړی اوس یی نشی کولی. خو واضح خبره وکړی چی پاکستانیان تر اوسه پوری پری کار کوی او هر وخت چی د پاکستان خوښه شی بیا به خبری وکړی.

بسم الله
میلمه
بسم الله

که پاکستان نه وو بیا به مو څوک یادولو، روس او امریکا خو پروا نه لری

محمود
میلمه
محمود

دطالبانو هر اقدام تاسو ته د پاکستان په امر شکاری نو بیا ولی دپاکستان سره د صلح خبری نه کوی ولی طالبانو ته ددفتر پیشنهاد ورکوی