افغانستان

لوګر: ګډو ځواکونو د ملا امام په ګډون درې تنه وژلي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ کب، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنيزو عملياتو د يو ملااما م په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په زرسنګ کلي کې د عامو خلکو په کورونو چاپه واچوله چې په نتيجه کې يې د مولوي صداقت په نامه د جومات ملا امام په ګډون درې تنه وژلي دي.

سرچينه زیاتوي چې په دې چاپه کې د احمد شاه او محمد صادق په نامه دوه تنه نور ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د سيمې خلک وايي چې ګډو ځواکونو تېره شپه په ياد کلي کې د عامو خلکو د کورونو دورازې هم په بمونو الوځولي دي او ګڼ مالي تاوانونه يې ور رسولي دي او ددې سربيره يې د سيمې دوه جوماتونه هم نړولي دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په کاپيسا ولايت کې د حميديه په نامه يوه پخوانۍ تاريخي مدرسه هم د ګډو ځواکونو له لورې نړول شوې وه چې په افغانستان کې يې د ګڼو خلکو احساسات راپارولي دي.

با يد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې په نتيجه يې زياته مرګ ژوبله او مالي زيان ولسي وګړو ته اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x