د کندهار معروف ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې د کندهار ولايت معروف ولسوالۍ يې له دوه کالو محاصرې وروسته نيولې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د معروف ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ يې نيولې او دولتي ځواکونه ورڅخه وتلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې ياده ولسوالي يې له تيرو دوو کالونو راهيسې محاصره کړې وه او ډېر برېدونه يې پرې کړي وو چې نن غرمه مهال يې په بشپړه توګه په خپله ولکه کې واخيسته.

احمدي زياتوي چې تر دې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ ټولې سيمې د طالبانو په لاس کې وې او يواځې د ولسوالۍ مرکز له دولتي ځواکونو سره و.

طالبانو ويلي چې د ولسوالۍ په نيولو سره يې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې او نور مهمات هم نيولي دي.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې د کندهار ريګستان، شورابک، ميانشين او غورک ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط شوي دي چې اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.

بل لور ته د کندهار امنيتي چارواکي د طالبانو ادعا ردوي او وايي چې معروف ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او سيمې ته يې تازه دم ځواکونه ليږلي دي.

د کندهار معروف ولسوالۍ يوه له نا امنه ولسواليو څخه ده چې وخت په وخت پرې د طالبانو او دولتي سرتيرو جګړې رامنځته کيږي، تر دې وړاندې هم معروف ولسوالۍ څو ځلې د طالبانو له لوري سقوط شوې ده، خو دولتي ځواکونو يې بيا مرکز نيولی دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری،
کاش چه معروف ولسوالی په ځای یی تلاویو د اسراییلو مرکزطالیبانو نیولی وای،

Mosa Khan
میلمه
Mosa Khan

د تلبیب یهودان دومره مجرمان نه دي، لکه د ګوډاګۍ ادارې حرامي اربکیان او د دوی بې ننګه همکاران. د یهودو دې هزار ځله ورباندي بلا وګرځي.

بسم الله
میلمه
بسم الله

زما به اند، که طالبانو سره د دفاعی مقاومت مناسبی وسلی او وسیلی نه وی د ولسوالی له فتح شوو ودانیو ته دی تاکتیکی شاتګ وکړی ، بی له هغی هم ټوله نوره ولسوالی د طالبانو واک کی ده نوو عسکرو به ضد دی دفاعی تدابیر ونیسی که ممکنه وی