افغانستانخبرونه

زلمی خلیلزاد: د طالبانو د مذاکراتي ټیم په وړاندې د سفر کولو موانع لیرې کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو په وړاندې د سفري بندیزونو په لیرې کولو‍ کې مرسته کوو.

زلمي خلیلزاد دغه خبرې د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر د ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» سره  تر لیدنې وروسته په خپل ټویټر لیکلې، د خلیلزاد په وینا له ضمیر کابلوف سره په دې غږېدلی چې څنګه د طالبانو د مذاکراتي ټیم سفر خوندي او په وړاندې یې د ملګرو ملتونو له لوري لګیدلي د سفر کولو  بندیزونه لیرې شي.

خلیلزاد همدا راز زیاتوي « له کابلوف سره مو په دې اړه موافقه وکړه چې د سولې د خبرو د وړاندې تګ لپاره اړینه ده څو افغانان د سولې د خبرو لپاره داسې یو پلاوی وټاکي چې د افغان حکومت په شمول ټول لوري پکې شامل وي».

د نوموړي په وینا، له کابلوف سره همغږی شوی چې د سولې وروستۍ معاهده باید دا تضمین کړي چې افغان خاوره به نور د تروریستانو له لوري د هیڅ هیواد په مقابل کې نه کارول کېږي.

زلمي خلیزاد وروسته تر هغه د طالبانو د مذاکراتي ټیم په وړاندې د خنډونو د لیرې کولو په اړه خبر ورکوي چې کابو یوه اونۍ وړاندې طالبانو له امریکایانو سره په اسلام اباد کېدونکي غونډه د سفري موانعو له امله وځنډوله.

یاده دې وي  چې زلمی خلیلزاد داسې مهال له کابلوف سره ویني چې تمه ده د روانې میاشتې په «۲۵» نېټه امریکايي پلاوی له طالب ډيپلوماټانو سره په قطر کې خبرو ته کېني، طالبانو هم په رسمي توګه د یادې غونډې دایرېدل تائید کړي او تمه یې ښودلې چې په یاده غونډه کې به د اختلافي موضوعاتو په برخه کې پرمختګ وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خليلزاده ! اوس هم طالبانو د خپل رنځيدلی ولس په خاطر ډيره حوصله درته کړيده ، غلطه استفاده مه کوه تاوان به وکړی ، پدی پوه شه چی د ټرمپ او امريکا ټانګونه دی سست شوی دی نور د ټينګيدو ندی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x