سرچینه: افغانستان اپریل کې زمبابوې او بنګلدیش سره یو ورځنۍ سیالۍ لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکي یو ورځني نړیوال جام ته د چمتو والي په موخه د بېلا بېلو لوبډلو سره یو شمېر سیالۍ ترسره کوي.

افغانستان لوبډله اوسمهال د ایرلینډ لوبډلې سره د هند په دهرادون ښار کې د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنیو او یو ټیسټ سیالۍ په ترسره کولو بوخته ده.

تر نړیوال جامه افغانستان لوبډلې دا مهال ټولې ۱۱ رسمي یو ورځنۍ سیالۍ لري، چې پنځه لومړی د ایرلینډ پر وړاندې، دوه د سکاټلینډ لوبډلې پر وړاندې، دوه بیا د ایرلینډ پر وړاندې او د نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې له پاکستان او انګلستان لوبډلو سره یوه یوه سیالۍ لري.

ځینې غیر رسمي سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې افغانستان لوبډله په پام کې لري نړیوال جام ته د بشپړ چمتو والي په موخه په راتلونکې نږدې کې زمبابوې ته سفر لري چې هلته به له دې لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

لکه څرنګه چې د افغانستان لوبډله د مۍ میاشتې په وروستیو کې په ایرلینډ هېواد کې ددې لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ سیالۍ لري، په دې لړ کې به د بنګلدیش پر وړاندې په ایرلینډ هېواد کې هم یوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان ملي لوبډلې په ۲۰۱۸م کال کې د زمبابوې په کوربه توب د ویسټ انډیز او نورو یو شمېر لوبډلو په ګډون د غوراوي سیالۍ ترسره کړې چې له مخې ویسټ انډیز او افغانستان نړیوال جام ته لار وموندله، دغه جام به د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېل کیږي.

یاده دې وي چې د افغانستان کرېکټ لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې ایرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه، ددوی ترمنځ دویمه لوبه به سبا د شنبې په ورځ ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د