د افغانستان کرېکټ غوراوې کمیټې او لوبډلمشر پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د تېرې پنچشنبې په ورځ د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزو سیالۍ که څه هم د افغانستان په بریا پای ته ورسیده خو د افغانستان لوبډلې یو وار بیا پخوانۍ تیروتنې تکرار کړې.

په دغه سیالۍ کې د افغانستان لوبډله نږدې وه په وړو تېروتنو له ماتې سره مخ شي، د توپوهونکو د ښکته کولو حیرانونکی بدلون او د مسلکي لوبغاړو پرځای د غیر مسلکي لوبغاړو ښکته کول یوه ستره تېروتنه وه چې د تېر په څېر یو وار بیا تکرار شوه.

افغانستان لوبډله چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ښه او دایمي اوپنر له نه شتون سره مخ ده او تر دې دمه کوم مسلکي اوپنران نه لري خو کرېکټ بورډ او د غواروړي کمیټې یې په هکله تر دې دمه کوم جدي اقدام نه دی کړی.

د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبډلې نوملړ کې د محمد شهزاد نه شاملول یوه تېروتنه، خو په لوبډله کې د حضرت الله ځاځي سره د بل مسلکي اوپنر نه شاملول بله ستره تېروتنه وه، چې هم لوبډلمشر او هم غوراوې کمیټې ګرم بلل کیږي.

د شل اوریزو سیالی په نوملړ کې عثمان غني او نجیب ترکی چې اوپنر توپوهنه کوي باید له حضرت الله ځاځي سره د اوپنر په صورت کې اخیستل شوی وای، خو لوبډلمشر اصغر افغان چې خپله په دریم یا څلورم نمبر توپوهنه کوي اوپنر ښکته شو چې ناکام ثابت شو.

په همدې ډول په کرېکټ لوبه کې دریم او څلورم نمبر د لوبډلې لپاره تر ټولو مهم انتخاب وي، هره لوبډله په دغه حالت کې د لوبډلې د دفاع لپاره تر ټولو تکړه لوبغاړی لري، خو افغانستان لوبډلې پرځای ددې چې نجیب ځدران یا شفیق الله شفق ښکته کړي، کریم جنت او شرف الدین ته چانس ورکړ او ښکاره ناکام ثابت شو.

د افغانستان لوبډله په تېرو دوو کلونو کې د چټک توپ اچونکي له قحط سره مخ ده، د شل اوریزو په نوملړ کې د سید احمد شیرزاد او ضیاء الرحمن شتون دا تشه له منځه وړې وه خو بیا هم د یوه مسلکي چټک توپ اچونکي پرځای غیر مسلکي ته چانس ورکړل شو.

د ایرلینډ لوبډلې مشر سټرلینګ تېره ورځ له لوبې وړاندې وویل چې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلې ترمنځ توپیر یوازې په افغانستان لوبډله کې د راشد خان شتون دی چې ایرلینډ لوبډله یې نه لري، راشد خان په دغه لوبه کې دوه مهمې ویکټې واخیستې او ایرلینډ لوبډله یې له ستر هدف جوړولو بې برخې کړه، خو باید راشد خان ته تکیه ورکولو لپاره چټک توپ اچونکي موجود وي.

پر لوبډلمشر اصغر ستانکزي همیشه دا تور پورې کیږي چې د لوبډلې لپاره ښه پلانینګ نه لري او نه هم د لوبې مدیریت په ښه توګه سر ته رسوي، پر نوموړي په لوبه کې د میراثیتوب تور هم پورې کیږي، د کرېکټ شنونکي وایي چې د شل اوریزو سیالیو لپاره باید د نوموړي پرځای بل لوبډلمشر وټاکل شي.

د کرېکټ نړیوالې د درجه بندۍ پر اساس که افغانستان لوبډله په روان شل اوریزو سیریز کې په درې-صفر بریا خپله کړي یو نمبر وړاندې کیږي، البته که په یوه لوبه کې ماتې وخوري ۲ او په دویمه کې ماتې وخوري ۵ نمبرې ښکته کیږي چې پرځای به یې سرېلنکا لوبډله اتم نمبر ونیسي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې افغانستان د ایرلینډ ټاکلی ۱۳۳ منډې هدف د محمد نبي او نجیب ځدران په زړه توپوهنې په مرسته پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

افغانستان لوبډلې غوراوې کمېټې، روزونکي او لوبډلمشر ته په کار دې چې د یو ښه پلاننګ او غوره تکنیک سره میدان ته ښکته شي، تېرې ورځنۍ تېروتنې تکرار نشي هر لوبغاړی د حالت پر اساس واخیستل شي، او هر لوبغاړي ته د حالت سره سم چانس ورکړل شي، چې هم کدرونه ضایع نشي او هم بریاوې خپلې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د