ایران: تر راتلونکې یوې لسیزي پوري به د سعودي په نوم دولت نه وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): فارس خبري آژانس د ايران د روحاني مشر د پوځي مشاور يحيى رحيم صفوي له قوله ویلي چې تر راتلونکي 2030م کال پوري به د ځمکي پر کره باندي د سعودي په نوم کوم دولت شتون ونلري.

یحیی صفوي د تيري سه شنبي په ورځ یوې څیړنیزي غونډي ته چې د ایران په اصفهان ښار کې جوړه شوي وه؛ وویل: تر راتلونکي یوې لسیزي پوري به د نړۍ له مخي د سعودي په نوم دولت له منځه ولاړ شي، او ایران به د سیمي په کچه تر ټولو غښتلی هیواد وي.

دغه آژانس وایی، که څه هم نوموړي د خپلي ادعا لپاره تفصیلات وړاندي نکړل. خو وایی چې د ایران د روحاني رهبر دغه پوځي مشاور پاکستان په ځانګړي ډول مخاطب کړ چې نور دې پر سعودي تکیه نه کوي، ځکه چې په وینا یې دا دولت له منځه تلونکی دی.

بلخوا تهران د پاکستان سفیر هم احضار کړی او په زاهدان کې د برید له امله یې ورته رسمي احتجاج کړی دی.

د خامنه ای دغه پوځي مشاور چې مخکي په سوریه کې د ایراني ځواکونو قومندان و؛ پر پاکستان ږغ کړی چې نور دې پرسعودي تکیه نه کوي ځکه چې د سعودي واکمن نظام د ده په خبره، نور د پاتي کیدلو نه دی.

تهران، د هغه برید تر شا د سعودي او امریکا لاس ګڼي چې تېره اونۍ په زاهدان ښار کې رامنځ ته شو او څه دپاسه 27 تنه ایراني ځواکونه پکي ووژل شول.

ایران ادعا کوي چې بریدګرد پاکستان له غاړي ور اوښتي، له همدې امله ېی په تهران کې د پاکستان سفیر د احتجاج په ډول احضار کړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د