کندهار: د اورښتونو له امله د دهلې د بند اوبه ۸۰ سلنه زیاتي شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د کندهار اوسیدونکي او سیمه ایز چارواکي وايي، په هیواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د کندهار د دهلې د بند اوبه نژدې۸۰ سلنه زیاتي شوي، چې د خلکو هیله مندي یې ډېره کړې ده.

د دهلې بند د کندهار د 7 ولسواليو، شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

د کندهار د زراعت رئیس حفیظ الله سیدي پژواک ته ویلي، سږ کال د ډېرو اورښتونو له امله د دهلې بند د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه له اوبو ډک شوی، په وینا یې ښایي نور هم دا بند ډک شي ځکه چې د اورښتونو موسم لا پاتي دی.

کندهار هم د هیواد د نورو برخو په څیر په تېر کې وچکالۍ سخت ځپلی وو، چې اوس یې له اورښتونو او د بند له ډکیدو سره د خلکو هیلي را ټوکولي دي.

د کندهار د کرنې د چارواکو په وینا د ډېرې وچکالۍ له امله په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لسګونه متره ټیټه شوې وه چې نه یواځې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه یې پیدا کړې وه، بلکې له امله یې زرګونه جریبه ځمکه له کرنې پاتې شوې او په ځینو سیمو کې یې بیا ۶۰ سلنه مالداري له منځه وړې وه.

د یادونې ده چې دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٦٤ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دى.

دغه بند پخوا د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس چې یې ۴۰ سلنه رسوبات نیولي، د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د کندهار اوسېدونکي وايي، دغه بند نه یواځې له رسوباتو څخه پاکولو ته اړتیا لري، بلکې دېوالونه یې هم باید لوړ شي چې ډېرې اوبه زېرمه کړي څو د کندهار کروندو او باغونو ته کافي اوبه ورسېږي.

چارواکي وايي، د دغې ستونزې د حل په موخه یې هڅې پیل کړي چې په دې لړ کې د اتو مترو په اندازه د دهلې بند د دېوالونو لوړولو د پروژې لومړني مطالعات بشپړ شوي او د اړوندې سروې تر بشپړولو وروسته به یې عملي چارې هم پيل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د