سرور دانش: د سولې هوکړه باید د اساسي قانون له چوکاټه بهر نه وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د مشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، د حکومت له ګډون پرته د سولې هر ډول خبري اتري به بې نتیجې وي.

دانش چې د جمعې په ورځ یې په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله؛ وویل: د سولې هر ډول هوكړه بايد د هېواد د سياسي نظام او اساسي قانون په چوكاټ كې وشي.

هغه د طالبانو د ادعا پرخلاف، زیاته کړه، موجوده آساسي قانون له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دی. په وینا یې بیا هم که یې تعدیل ته اړتیا وي، دا تعدیل باید په یو مناسب وخت کې ترسره شي.

نوموړي، پر طالبانو ږغ وکړ چې باید له شرط پرته له جګړې لاس واخلي، اوربند ومني او له حکومت سره د مذاكراتو له لارې خپلې غوښتنې مطرح كړي.

دانش که څه هم د سولې په برخه کې د زلمي خليلزاد کوښښونه وستایل، خو په عین حال کې یې زیاته کړه چې دا ډول خبري هیڅ پایله نلري، ځکه چې په خبره یې د افغان حکومت له ګډون پرته سوله نشي کیدای.

د ګډ حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی په داسي حال کې دا څرګندوني کوي چې ټاکل شوي راتلونکي دوشنبه د رواني میلادي میاشتې پر 25 نیټه په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استاځو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو پیل شي. او اټکل کیږي چې پر یولړ آساسي مسائلو به هوکړې ته هم سره ورسیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا بيچاره لکه چی تازه د خوبه راويښ شوی دی يا دادی چی په رڼو سترګو بيده دی اپلاتی وايی .