د مبایل تیزې رڼا استعمال د یوې ښځې د سترګې پرده «۵۰۰» ځایه سورۍ کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): نږدې د نړۍ په هره سیمه کې د ځیرک مبایل استعمال تر لویې کچې ډیر شوی او د استعمال لارې یې مختلفې دي، څوک یې له تیزې رڼا او څوک یې له ټیټې رڼا سره استعمالوي.

څیړنې ښيي چې د مبایل فراکوینسي او ددې رڼا (Brightness) سره انسان ته بېلا بېلې ناروغۍ پېښیږي، آن چې څیړونکي د سرطان رامنځته کېدلو ګواښ هم ښيي، دوی وایي چې په ځانګړي ډول د شپې لخوا له خوب څخه څو ساعته وړاندې باید د مبایل استعمال ونشي.

په تایوان هېواد کې یوه ښځه چې د سکرترۍ دنده یې سر ته رسوله او د ځیرک مبایل استعمال یې ډېر کاوه د مبایل تېزې رڼا یې د سترګې پرده کې تر ۵۰۰ کوچني سوري رامنځته کړي دي.

دغې ښځې به د دفتري کارونو مهمې ویډیوګانې او نور ټول کارونه د مبایل له لارې ترسره کول، چې د ورځې به یې د مبایل رڼا تیزه کړه او ټوله ورځ او شپه به یې په تیزه رڼا مبایل استعمالوه چې په پای کې یې سترګې د تیزې رڼا سره عادي شوې.

تر دوه کالو دغې ښځې چې نوم یې نه دی څرګند شوی په عین حال کې وخت تیراوه چې وروسته یې په سترګو کې دردونه رامنځته شول او پر سترګو یې خړوالی راتلو، ډاکټر ته د تللو پرځای یې د خوشکۍ له منځه وړلو درمل استعمال پېل کړل خو په راتلونکو څو میاشتو کې یې سترګې نورې هم اغیزمنې شوې.

۲۵ کلنې میرمنې له هغې وروسته د پنګ تونګ فایینګ پوهنتون د سترګو متخصص ډاکټر هونګ کایی تنګ څخه د سترګو معاینه ترسره کړه، په معاینه کې وموندل شول چې د ښځې د سترګې پرده ۵۰۰ ځایه کوچنۍ سورۍ شوې ده.

د ډاکټر هونګ کایي تنګ د وینا سره سم د مبایل استعمال لپاره د رڼا اندازه ۳۰۰ لیومنه ده، خو دغې ښځې په ۶۲۵ لیومنو کې د شپې لخوا د مبایل استعمال کاوه او ویډیوګانې یې کتلې، وروسته ډاکټرانو ورته د اړتیا پرمهال په ۲۵۰ لیومنو رڼا سره د مبایل استعمال اجازت ورکړ، خو نوموړی زیاتوي چې تیزه رڼا د سترګو پرده سوزوي او د یادې ښځې چپې سترګې پرده یې هم تر وروستۍ اندازې اغیزمنه کړې ده چې د لید له منځه تلو ګواښ یې هم شته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د