نظــر

د ملي امنیت شورا، خارجي معاشونه، که پر اتمر یو بل ګوزار؟

د ګرداب سر مقاله (۶):

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشاور حمد الله محب ناببره اعلام وکړي چي د دې ملي او امنیتي ادارې معاشونه ځيني «سفارتونو» ورکول، او لدې ادارې څخه «وړکتون» جوړ سوي وو.

ښاغلي محب زیاتوي چي د ملي اسرارو او معلوماتو د حفاظت او مصونیت لپاره دا لازمه ده چي پر بهرنیو ملکونو باندي د افغانستان د ملي امنیت د شورا تړاو راکم سي، هغه وايي چي د دغه شورا مامورینو ته یې د خارجیانو لخوا معاشونه بند کړل.

حمد الله محب زیاته کړه: «په هغه ځای کې چې د افغانستان امنیتي پالیسي جوړېږي، او د هغه ځای د یو کارمند معاش دي یو سفارت ورکوي، نو هغه نفر، هغه کارمند چاته مسول دئ؟ چا ته باید وفاداره واوسېږي؟ وطن ته او که هغه سفارت ته چي معاش یې ورکوي؟»

د حمد الله محب دا ګرده سوالونه موجه او پر ځای دي، خو د هغه پدې فیصله کي څرګنده عوام غولونه او منافقت پروت دئ. ځکه د اشرف غني ټول رژیم وابسته او (rentier state) دئ. او خپله ناکام اشرف غني د همدې رینټیر سټېټ ( په خارجي چندو چالانه دولت) په جوړولو کي محوري نقش لري.

بلخوا، پدې تېرو قریب پنځو کلونو کي چي اشرف غني ریس صاحب سوی دئ، د ملي امنیت د شورا معاشونه خارجي سفارتونو ورکول، اوس سوال دا دئ چي ولي پخوا اشرف غني د همدې مهمي مسلې په اړه څه نه ویل؟ ولي یې حال پلن اچولی وو؟

حقیقت دا دئ چي د اشرف غني ټول رژیم په خارجي اعانو او چندو باندي چلېږي، او همدا وجه ده چي د وابسته وو رژيمونو د ژوند شېبې تل په شمار وي.

د حمد الله محب لدې بابېزه څرګندونو څخه له ورایه ښکاري چي اشرف غني او دار و دسته ئې ډارېدلي دي. او اوس غواړي چي ملي جامې واغوندي، او عوام فریبي وکړي. حمد الله محب غواړي چي په خپل ماشومانه څرګندونو دا ووايي چي د حنیف اتمر په وخت کي د ملي امنیت شورا غیر ملي او وړکتون وو. د خارجي سفارتونو سره یې تار لاره، نابالغ او نوچکه ځوانان په کښې استخدام سوي ول.

خو حمد الله محب پدې نه پوهېږي چي پدې څرګندوني یې د اشرف غني بې پروايي ته لا را برسېره کړه، اشرف غني دونه بیده او غافل شخص دئ چي حتی د خپل ملي امینت د شورا په معاشونو باندي هم خبر نه دئ!

کله چي یو مشر دونه بې غمباشه او غافل سي، هغه به د هیواد نور مشکلات څرنګه حل کړي؟ کله چي اشرف غني په خپل درې قدمي کي د ملي امنیت د شورا په معاشونو باندي خبر نه وي، هغه به د بدخشان، هرات، او ترینکوټ په حالاتو باندي څرنګه واقف وي؟

د ګرداب نظر دا دئ چي ارګ، د ملي امنیت شورا، جمع د اشرف غني ګرده رژیم یو وابسته او د افغانستان د ملي منافع ضد رژیم دئ. او باید ژر تر ژره بدل سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

اوبه له پورته خړی دی يو وخت د دوی اصلی مداری مشر کرزی پر رشوت ونيول شو کله چی ايرانيانو د پيسو ډک بکس په الوتکه کی ورکړی و ، دا د مفسدينو مفسد مشر په ډيره بی شرمی سره و ويل چی هر څوک ئی هر چاته ورکوی يعنی ټوله يی اخلی ، بيايی و ويل چی دا زما د دفتر مصارف دی . داهم د دابل بل اعلان دی چی امنيت غوندی دفتر چی يی اخلی تاسی نور خو يی بايد چی واخلی ، داچی هغوی د وړکتون واړه دی تاسی نور خو تر هغو ډير واړه ياست… نور لوستل »

مجاهد

فکر کوم د ایجړا محب په دی څرګندونو کی ( سره د دی چه رشتونی هم دی ) ځه نور رازونه خوندی دی : کرزی دووس د خبلی غلامی دوری په اولو دورو کی د خره په شان ( چه کته بری پرته او تر اخری کجی بار پری پروت وی ) تابع انسان وو واشکنګټن ته یی سجدی کولی څه چه هغوی ورته د ویلو او کولو د پاره قومانده ورکوله هغه یی په ښه مادریتوب عملی کوله ، مګر د دریمی دوری په اخری کلو کی په هماغه ورځ سمدلاسه انقلابی شو چه د اشغالګرو به قومانده او… نور لوستل »

عبد الله

ګرداب صاحب
په غلامی کی یی زه هم شک نه وینم، اوس چی دوی بدل سی سوک راولی سیاف که ګلبدین که طالبان؟؟؟؟ هغوی هم د غلامی دوره تیره کره. زه وایم عجیبه خلک یو، زانو ته مسلمانان وایو، اروپا هر سه سره یوکره پیسی سیاست پولی …. خو موز یو اوبل سره وژنو او کفار مو ننداره کوی.
راسی نظام مه خرابوه بلکی صلحه سره وکی او اصلاحات راولی که نه همداسی دماشینی چرګانو به دول به وژل کیزی هم ملت هم حکومت او هم طالبان

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x