هند له نړیوالې شورا غواړي پاکستان له نړیوال جام څخه بهر کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او پاکستان ترمنځ د تازه روان سیاسي کړکیچ له کبله هند کرېکټ بورډ غواړي د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله له راتلونکي نړیوال جام څخه بهر کړي.

د فبروري میاشتې په ۱۴مه نېټه د هند تر ولکې لاندې کشمیر پلوامه سیمه کې ستره چاودنه رامنځته شوه چې له کبله یې له څلویښتو زیات هندي سرتیري ووژل شول.

د یادې پېښې پړه د جیش محمد ډلې په نوم واخیسته چې د هند حکومت په وینا دغه ډله د پاکستان سره تړاو لري چې د پېښې پړه یې هم پر پاکستان واړوله او له دې سره یې یو شمېر نور تورونه هم پرې پورې کړل.

اوس د هند کرېکټ بورډ له کرېکټ نړیوالې شورا غواړي چې پاکستان لوبډله له نړیوال جام څخه بهر کړي، ددوی په وینا د کرېکټ نړیواله شورا باید له هغو هېوادونو سره پریکون وکړي چې ترهګر صادروي، دوی زیاتوي چې د خپلو لوبغاړو، چارواکو او نورو ګډون کونکو د سیکیورټي په اړه د خطر احساس کوي.

د ځینو رسنیو پر اساس د هند سترې محکمې لخوا د کرېکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه شوې چې نه غواړي په راتلونکې نړیوال جام کې هند له پاکستان سره سیالۍ ترسره کړي.

هغه خط چې د هند حکومت لخوا د کرېکټ نړیوالې شورا ته استول شوی:

kqdjfg3

د هند حکومت زیاتوي که آی سي سي؛ پاکستان له نړیوال جام څخه بهر نه کړي، هند له نړیوال جام څخه د پریکون پریکړه هم کولای شي، خو د کرېکټ نړیوالې شورا په قانون کې داسې ماده نه موندل کیږي چې د یوې لوبډلې په وینا دې بله لوبډله له نړیوال جام څخه بهر شي.

له بل پلوه د هند کرېکټ شنونکي او متخصصین وایي چې د هند کرېکټ بورډ دغه غوښتنه ناکامه ده، او نه هم نړیواله شورا کومې لوبډلې ته د بلې لوبډلې د لرې کولو اختیار ورکوي، ځکه چې د دوه قومونو شخړې له یوه جام څخه د یوې لوبډلې د ویستلو لامل نه جوړیږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د قانون له مخې هر هغه لوبډلې چې نړیوال جام ته غوره شوې دي په یاد جام کې د لوبېدلو اختیار لري، د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د کرېکټ نړیوالې شورا غونډه ترسره کیږي، چې شونې ده د هند کرېکټ بورډ لخوا دغه ستونزه هم وړاندې شي او له هغې وروسته به پریکړه کوي.

د یادونې ده چې د کرېکټ نړیوال جام روان کال د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېل کیږي، چې د هند او پاکستان لوبډلې به د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه مخامخ کیږي، ددې لوبې ټکټونه لا له مخه وړاندې خرڅ شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری،
د هند دا یو نیک اقدام دی،خو د کرکیت په ځای چه په اسلام اباد ،لاهور ،کراچه او نورو غټو ښارونو یو لس زره میلیونه بمونه غورځولی وای ښه به وه.