محمد بن سلمان د مسلمانانو پر وړاندې د چين له دریځه دفاع وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د چین هغه دریځ وستایه چې له مخې یې څه باندې یو میلیون ایغور مسلمانان د نظارت په کېمپونو کې ژوند کوي.

محمد بن سلمان چې چین ته د خپل سفر په مهال یې ددې هیواد د لومړي وزیر »«هان ژینګ» سره خبرې کولې وویل «چین حق لري څو د خپل هیواد د ملي امنیت د خوندیتوب په موخه د تروریزم او افراطیت په وړاندې ودرېږي».

د محمد بن سلمان دا خبرې چې ددې هیواد له ملي تلویزون خپرېدلې، د چیني چارواکو له لورې وستایل شوې او نوموړی یې د چین غوره متحد یاد کړی.

یاده دې وي چې چین دا مهال شاوخوا یو میلیون ایغور مسلمانان له خپلو مېنو ایستلي او د څارنې په کېمپونو کې یې ځای په ځای کړي، په دې کېمپونو کې له مېشتو ایغور مسلمانانو سره ناوړه چلند کېږي، هغوی د شرابو په څښلو او د خنځير د غوښې په خوړلو مجبورېږي او جنسي زور زیاتی ورسره کېږي.

ایغور مسلمانان چې د چین په لویديځ «شینجیانګ» ایالت کې مېشت دي، له تېرو دوو کلونو را پدېخوا د حکومت له کلک نظارت او تندې رویې سره مخ دي، د زرګونو کورنیو غړي یا وژل شوي او یا هم ژوندي ورک دي، په عربي نومونو بندیز لګیدلی او ایغوریان نشي کولای د لمانځه او روژې په شمول نور اسلامي احکام په ځای کړي.

د چین دې عمل د بشر د حقوقو د کمېسیون په شمول ګڼ غبرګونونه راپارولي ، د بشر د حقوقو کمېسیون او ګڼو اسلامي هیوادونو د چین هیواد دا عمل یې له بشري حقوقو سرغړاوی او د لږکیو په وړاندې ددې هیواد زور زیاتی بللی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

الله سبحان دي دا د الله او د مسلمانانو دښمن ( محمد بن سلمان ) هم دا شېبه له دې نړۍ څخه په مرګ ورک کړي . امين يارب العالمين

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

چو کفر از کعبه خيزد کجا ماند مسلماني.
دا يې زموږ د حرمينو شريفينو زادهما الله شرفاً واکمن . الهي د مظلومانو ته غاور سې . هر ځای بې وزلی مسلمان تر پښو لاندي دی او ډول ډول کړاوونه ګالي. د دې حالاتو د بدلون لپاره يو مجدد، په اسلامي علومو لکه څنګه چي ښايي پوه عالم واکمن په کار دی، الهي ستا د دين او مسلمانانو ملاتړ او ننګي ته دغسي يو څوک مؤظف کړه!

مختار
میلمه
مختار

سلمان یو نجس بیناموس او د مسلمانان دشمن دی .
دا یهود دی دا دیره د افسوس خبره ده د سعودی با شاه دایی ید بیضمیر کس دی.
او مسلمانانو د غفلت د خوب سخه را ویش شی……

جميل
میلمه
جميل

دا وحشى، منافق گبر به د هر كافر او منافق چى د اسلام پر ضد وى دفاع وكرى
د د په مخ كى لا له ورايه د دوزخى علامى شكارى