افغانستان

راتلونکې دوشنبه په قطر کې د امریکا او طالبانو د مذکراتو بله ناسته پيليږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل):  د افغانستان اوږدمهالې جګړې د پای ته رسولو د سوله ييز حل لپاره د امريکا او طالب ډيپلوماټانو ترمنځ پنځمه ناسته راتلونکې دوشنبه د روانې فبروري په ۲۵مه د قطر پلازمېنې دوحه کې پيليږي.

ډيپلوماټيکي سرچينې وايي، چې د دغې ناستې اجنډا کې د بهرنيو پوځيانو وتل او د افغانستان خاوره د امريکا پر خلاف نه کارول اساسي ټکي دي.

تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ ټاکل شوې وه، چې د طالبانو او امریکا استازي په اسلام اباد کې ناسته وکړي، خو د ملګرو ملتونو امنيت شورا له لوري د يو شمېر طالب ډيپلوماټانو نومونه په تور ليست کې د شاملېدو له امله پر هغوی د سفرونو بنديزونه وو او دغه ناسته لغوه شوه.

امریکا، طالبان او د چارو کارپوهان راتلونکې ناستې ته هيله من دي او د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره يې اړينه بولي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده وايي، چې د قطر راتلونکې ناسته ډېره اړينه او ټاکونکې ده او طالبانو ورته ويلي، چې دغه ناسته ډېره مهمه ده، چې شونې ده د افغانستان بحران په پای ته رسولو کې ګټوره تمامه شي.

مژده زیاته کړې، چې د راتلونکې ناستې اساسي ټکي روښانه دي،  چې د امریکايي پوځيانو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او په مقابل کې به يې طالبان دا ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا پر ضد نه کارول کيږي.

ملا برادر په دغه ناسته کې ګډون نه کوي

د طالبانو د مشر شيخ هبة الله اخندزاده سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا برادر د قطر په راتلونکې ناسته کې  ګډون نه کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې کله د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک  پومپيو په دغه ناسته کې ګډون وکړي، ملا برادر هم په دغو ناستو کې برخه واخلي او په دې اړه يې د رویټرز خبري اژانس له لوري خپاره شوي راپورونه بې اساسي بللي، چې ګواکې ملا برادر د طالبانو د داخلي اختلافاتو له امله د قطر په ناسته کې  ګډون نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

یی طالبانو: چندان جوړه خو می هسی تاسو سره نده، خو یوه خبره می درواخلی: ځانونه کم مه راولی، دا سولی څوک مونږ ته خیرات نراکوي، دا سوله د منطقی د سیاسی او د اقتصادی د وضعیت د بدلون نتیجه ده. ښکیل داړه ماران مجبوره دی بله لار نلری، پوهیږی چی پدی اور کی به مونږه ټول تباه کیږو نو ځکه اوس سوله کوی. ما نباید مدیون احسان کسی باشیم که به ما صلح میاورد، این صلح باید بیاید و آنها مجبور هستند که خود شان بګویند که بس است دیګه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x