ميدان وردګ: ګډو ځواکونو مدرسه او کورونه بمبار کړي او ۲۰ ملکيان يې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د ميدان ودرګ ولايت په جلګې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې له امله يې يوه مدرسه او د ملکي وګړو کورونه نړولي او ۲۰ تنه ولسي وګړي يې وژلي دي.

له سيمې نه راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د ميدان ودرګ ولايت په جلګې ولسوالۍ کې دولسي وګړو په درې کليو چاپې اچولي او بمبار کړي يې دي چې په نتيجه کې د يوې مدرسې په ګډون د ولسي وګړو ډېر کورونه نړېدلي او د ښځو او ماشونو په ګډون په کې شل تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سيمې خلک وايي چې تيره شپه لومړۍ د جلګې ولسوالۍ په شرتوغي سيمه کې د جګړن په نامه د يو ملکي وګړي کور بمبار شو چې په نتيجه کې يې خپله جګړن او د کورنۍ ۹ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو ووژل شول او يواځې يو هلک چې هغه مهال په کور کې نه و ژوندی پاتې شوی دی.

له دې سربيره ې د شرتوغې کلي يو مسجد هم بمبار شوی دی چې په هغې کې هم پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

بل ځای د چتو په نامه په يو کلي کې يې د غفار او ملا خان محمد په نامه د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي چې هغوی هم په کې وژل شوي دي همداراز په درانيو سيمه کې يې هم يو سپين ږيری وژلی او يو کور يې نړولی دی.

بل لورته د جلګې ولسوالۍ په بابک نومې کلي کې يوه ديني مدرسه هم بمبار شوې ده چې په کې يو تن د قرآن کريم حافظ وژل شوی دی.

سرچينه زیاتوي چې ښايي د مړو شمير له دې هم زيات شي ځکه چې ډېری جسدونه تر خاورو لاندې دي او خلک يې د راويستلو هڅه کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ملکی وګړو بمبار وحشت بللی او زياته کړې يې ده چې «دغه وحشتونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې اشغالګرو او ګوډاګیانو يې د هیواد په مختلفو سیمو کې په عام ډول د ملکي خلکو وژلو او بمبارونو ته زور ورکړی او هره ورځ ملکي هیوادوال ( سپين ږيري، ښځې اوماشومان) په شهادت رسوي، بیا د مجاهدینو نوم ورکوي خپله لاسته راوړنه يې بولي او په افتخار سره يې اعلانوي»

د يادونې وړ ده چې له تيرې يو کال راهيسې د ګډو ځواکونو له لوري په افغانستان کې په ولسي وګړو هواييي بريدونه او چاپې په بې ساري توګه زياتې شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ګراف لوړ شوی دی.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په جوماتونو او مدرسونه هم بریدونه زيات شوي دی چې دا په تېره نږدې يوه اوونۍ کې دريم بريد دی چې په جومات ترسره کیږي.

تر دې وړاندې په کاپيسا ولايت کې د حميديه په نامه پخوانۍ تاريخي مدرسه بمبار شو ه او همدا راز تيره ورځ په لوګر کې د يو ملا امام په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژل شوي وو او د بره کي برک په ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو دوه جوماتونه نړولي وو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

یا الله تول هغه تباه کری چی زموز بیګناه خلک وزنی او مدارس مکاتب سرکونه کلینکونه او کورونه مو رانروی په هر نامه چی وی.

جميل
میلمه
جميل

انالله وانا اليه راجعون
الهى(ج) بيشكه چى صبور يى ، له دى وحشيانو خو پدى دنيا هم د دى شهيدانو انتقام واخله چى ستا د موءمنينو سترگى او زرونه په يخ شى