نړۍ

ټرمپ: د هند او پاکستان حالات تر خطرناک بریده ترينګلي شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ په روان تاوتريخوالي اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی، چې دواړه هېوادونه دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې د سپينې ماڼۍ چارواکي له اسلام اباد او نوي ډيلي سره په اړيکه کې دی او د تاوتريخوالي په کمي ورسره خبرې کوي.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د هند او پاکستان د وروستي تاوتريخوالي په اړه رسنيو ته وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترينګلتيا خطرناک حالت ته رسېدلې او واشنګټن د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړيتوب له لارې د سولې  هڅه کوي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې لس ورځې وړاندې د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر هندي پوځيانو موټر بم برید کې له څلوېښتو زيات پوځيان وژل شوي وو.

له دغې پېښې وروسته هند پاکستان ته د بريد ګواښ کړی او تور يې لګولی، چې دغه برید کې د پاکستان لاس دی، خو پاکستان د هند تورونه رد کړي او خبرداری يې وکړی، که هند پر پاکستان بريد وکړي، دوی به توند ځواب ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ښی چاری،ستړی مه شی،
د هند پولیس څه د افغانستان پولیسو په شان نه دی چه قتل یی کړی .او بریتونه تاووی،د هند پولیس څښتن لری،
انشالله ډیر زر به پاکستان یوه څټ مخ څپیړه په مخ وخوری.
یا الله ج داسی شر چه د افغانانو په کی خیر وی،

جميل

اى درواغجن د شيطان ملگريه ! نوكان به سره جنگوى چى كله دا دواره بيغيرته په جنگ سره واچوى

لونګ

الله د پنجابیان لکه افغانان در په دره کړی تر څو ونشی کړای د افغانستان د خرابولو لپاره فرصت پیدا کړی.

احمد

سلام ورحمت الله،
آن عده إنسان هاى كه در بدبختى كسى ديگر خشُبختى خود را جستجو مينمايند بسيار زياد بيچاره و زبون استند،
از براى خدا شما چطور ميتوانيد كه با (مودى) لعنت شده در يك رديف قرار بيگيرد، بيشك كه در اخرت هم از هم قطاران مودى لعنتى حساب خواهى شد.

مجاهد

که ستاسی په یاد وی د یو دجال ( ترمپ ) د جمهوری ریاست له بریا څه وخت وروسته د اسراییلو په مرسته د جنوبی اسیا د پاره چه افغانستان یی هم پکی حساب کړی ځانګړی دریز یا تګلیاره جوړه کړه چه د هغه تګلیاری یا پالیسی له مخی په چلند کوی استثمارګر قوتونه تل د مظلومو اولسو د استثمارولو د پاره هغو سیمو کی بی امنی ، ګډوډی ، فساد او خونړی جنګونه رامنځته کوی د کوربه او غلو دواړو سره لاس اړونه لری.
هندوانو ته وایی چه پاکستان ستاسی خاوره ده د لوی هند جوړولو دپاره د پاره د پاکستان د خپلولو جنګ د پاره د یو څه پلمی په غم کی دی زیات له انګریزانو او د پاکستانی اتم بم څخه ډاریږی او پاکستان د هند له اتم بم څخه ډاریږی په دی واسطه یی دواړه له لویو جنګ خوندی ساتلی مګر کوچنی جنګونو ته یی هڅوی په دی واسطه به انګریزان یا امریکان تل سیمه بی ثباته ساتی او د استثمار بهیر به جریان لری او هر یو به داوطلبانه د امریکا ګټی ( استثمار ) خوندی ساتی
د هند او پاکستان جنګ زمونږ په هیواد هم بده اغیزه لری مګر د غلامانو زوند کیدی شی څو ورځی زیات کړی د ډالرو بهیر جریان ولری ځکه خو دغه یو وایروس په دوه دری نومو او یا دری وایروسونه د هند او باکستان جنګ ته خوشاله دی د خپلو ډالرو تر لاسه کولو د پاره که هندوان د پاکستان ټول مسلمانان ووژنی او یهودان هم د هندوانو ملګری شی دوی خوشاله دی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close