پاکستان: په جماعة الدعوه بنديز لګولی او جیش محمد ډلې دفتر يې کلابند کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره اوونۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي عسکرو سرتيری بريد وشو او شاخوا څلويښت هندي عسکر په کې ووژل شول د هند او پاکستان اړيکې يوځل بيا ترينګلې شوې دي او په يو بل د بريدونو ګواښونه کوي.

د هندي کشمير د پلوامې سيمې سرتيري بريد مسؤليت په پاکستان کې جيش محمد وسله والې ډلې په غاړه واخيست.

له پيښې وروسته هندي چارواکو وويل چې د بريد غچ به له پاکستان څخه واخلي او له هغې وروسته يې په پاکستان د بريد ګواښ وکړ.

د پاکستان ډان نيوز ويب پاڼې د خبر له مخې د پاکستان حکومت په دې هيواد کې د جماعة الدعوه او جيش محمد ډلو په وړاندې ګام پورته کړی دی او د جماعة الدعوه موسسه یې بنده کړې او د پنجاب په بهاولپور کې يې د جيش محمد مرکز هم کلابند کړی دی.

جماعة الدعوه چې پخوا يې د لښکر طيبه په نامه فعاليت کاوه مشر يې حافظ سعيد نوميږي چې وسله وال يې په کشمير کې د هند خلاف جګړو کې برخه اخلي.

جيش محمد ډله چې د مولانا مسعود اظهر په مشرۍ فعاليت کوي تر دې وړاندې يې د خدام اسلام او انصار الاسلام په نومونو هم فعاليتونه کړي دي او په کشمير کې د هند خلاف جګړې کوي او د تيرې اوونۍ بريد مسؤليت هم يادې ډلې په غاړه اخيستی.

جيش محمد د پنجاب په بهاولپور کې مرکزي دفتر ، مدرسه او جومات لري چې اوسهمال د پاکستان امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

ويل کيږي چې د جماعة الدعوه او جيش محمد سربيره پاکستاان د فلاح انسانيت په نامه د يوې بلې موسسې فعاليت هم ځنډولی دی چې ګمان کيږي ياده موسسه هم له وسله والو سره اړيکې لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د