مشورې که منفي تبلیغات؟؟

هارون افغان

د طالبانو د حکومت له ختمیدو وروسته کله چې بیا طالبان راښکاره شول او د امریکایانو او د هغوی د ګوډاګیانو په خلاف یې یو ځل بیا په وسله واله مبارزه پیل وکړ په هم هغه لومړنیو کلونو کې یو ځای ناست وم د طالبانو د مبارزې کیسې شروع وي چې يو مولوی صاحب محترم وویل: دا طالبان هم عجبه ناپوه خلګ دي خو ټول دي له يوه واره حمله وکړي او ټول افغانستان دي بیرته ونيسي دا نو اوس څه زور غواړي، کله چې لږ وروسته په همدې مجلس کې یو چا وويل: په فلاني ځای کې شل نفره طالبان شهيدان شوي دي، نو مولوی صاحب محترم ورته وويل طالبان ډير ناپوهان دي دومره ډیر په يو ځای ولي جنګ ته ورځي طالبان خو جنګي وسائل نلري ټوله نړۍ یې په خلاف را پورته شوې ده نو طالبان کله کولای شي چې د هغوی په خلاف دي تهاجمي بريد وکړي د طالبانو لپاره په کار دا ده چې چريکي عمليات د يوه يا دوو نفرو په توسط ترسره کوي تر څو تلفات يې کم وي، نو ما ويل اوس نو ګز پر کښيږده اول يې څه ويل اوس څه وايي؟؟

همدا ډول څو ورځي وړاندي په يوه ميلمستيا کې يوه ښاغلي ويل: طالبان دي ماته معاش راکوي زه به ډيرې ښې ښې مشورې ورکوم مال اوس نو ښه شوه طالبان دومره خوار شول چې تاته به په مشورو روپۍ درکوي؟

خبره مې تر دې کوله چې نن سبا وړیا مشورې بيخي ډيري دي، خصوصا طالبانو ته خو بيا بيخي ډير مشاورين پيدا شوي دي هر څوک کوشش کوي چې په يو نه يو ډول طالبانو ته مشورې ورکړي تر څو د راتلونکي افغانستان په جوړونکو کې خپل نوم ثبت کړي آن ځیني پخواني فيسبوکي اربکيان هم کله نا کله طالبانو ته مشورې ورکوي.

فیسبوکي اربکیان خو پریږده دا نورو په اصطلاح خواخوږو مشاورینو ته به مودبانه يو څو سپيني خبري ورکړم.

محترمينو! اصلا کیسه داسې ده چې طالبانو يو ځل حکومت کړی هغه هم داسي حکومت چې په کمو وسایلو او کمه تجربه په بدو شرایطو کي د ډیر ښه کردار وړاندي کول او اوس دا دی اتلس کاله کيږي چې له نیمي نړۍ سره ډغري وهي او د نړۍ سپر طاقت يې تر پوزې راوستی دی هغه طاقت چې د خپل ځواک په نشه دومره مست و چې طالبان يې د مذاکراتو وړ نه ګڼل دا دی اوس يې حالت ټوله نړۍ ويني چې په طالبانو نانواتي کوي او هسي د مذاکراتو لپاره پلمې لټوي.

طالبانو د خپل وجود په پنځه ويښت کلن بهير کې ډيري لوړې او ژورې وليدې، له ډيرو ستړو څخه يې په ډيره بريا ځان و ايست، دغه سخت او له کړاوه ډک بهیر له هر طالب مشر څخه سندان جوړ کړی دی، طالبانو ته اوس هغه د خړو حجرو د ناخبرو طالبانو په سترګه مه ګورئ طالبان اوس په هرڅه ښه بلد دي، ډيپلوماسي يې زده ده، په تعلقاتو جوړولو او ختمولو تر موږ او تاسي ډير ښه پوهيږي، د ملت ټول بار د دوئ په اوږو پروت دی، زه او ته خو په کابل يا بل مصون ځای کې ښه په طبيعت ناست يو د ملت له پرهرونو، کړوانو، دردونو او سختيو څخه چندان خبر نه يو او نه يې مسؤليت را له غاړي دی، د ملت او نړۍ په حالاتو له فيسبوک او خبري سائټونو خبریږو، خو طالبان بيا د صحني شاهدان دي ملت ته مسؤل دي له نړۍ سره يې مخامخ سر و کار دی.

خو متاسفانه طالبان خپل کار ته نه پرېښودل کیږي، که له امريکايانو سره مذاکرات کوي  نو ځینې یې دا کار ناسم ګڼي او وایي چې ولي مذاکراتو ته قانع شول دا خو د شهيدانو له وينو سره خيانت دی، دا خو د ملت قربانۍ په اوبو لاهو کول دي وغيره وغيره.

که په مسکو کې کنفرانس کوي او له موکې په استفادې سره دنياوالو ته خپل موقف ښکاره کوي بيا نو ځینو ته له روس سره د جهاد په نتیجه کې د شهيدانو ارواوي مخ ته دريږي او د طالبانو دا اقدام ورته روسيې ته د برأت مترادف ښکاري، داسي لکه طالبانو چې روسيه بلکل بخښلې وي.

که په قطر کې مذاکرات کوي نو ځیني بیا د ملت پالنې تر شعار لاندې دا مشورې ورکوي چې په خپل وطن کې بايد مذاکرات وکړي ځکه چې په بهرنيو هيوادنو کې د سفر وغيره مشکلات دي تر څو دا پروسه په اسانه ډول سرته ورسيږي.

که په پاکستان کې له امريکايانو يا پاکستانيانو سره د لیدلو خبره کیږي بيا نو په ځینو یو مخ اور بل شي او د فیسبوکې اربکیانو له تبیلغاتو چې طالبان د پاکستان لاس پوڅي ګڼي د تأثر په نتیجه کې د طالبانو دا کار بیخي له افغانیت سره ټکر بولي چې ولي د افغانانو د ازلي دوښمن په خاوره کې مذاکرات کيږي،  ځیني یې په ټويټر پيغورنو ورکوي، ځیني یې  په فيسبوک د مشورو پوسټونه کتار کړي او آن چې ځیني یې لويې لويې له مشورو ډکې ليکني په سائټونو کې نشر کړي چې ګورئ داسي مه کوئ دا له ملت سره درغلي ده وغیره وغیره.

نو زما مشوره دغو مشاورينو ته دا ده چې طالبان او خپل کارسره پريږدئ، له تودو سندليو ګرمې مشورې چې په حقيقت کې نيوکې وي او د طالبانو ضد کړیو ته خام مواد پکې لاس ته ورځي مه ورکوئ، له ارام کابل نه د سنګر به ګردو خړ، زخمي خو پرتمین طالب په ادرس دغه د روزمره چورت مشورې پريږدئ  ځکه چې د دغو مشورو سر او بر معلوم نه وي لکه ما چې د ليکني په پيل کې کيسه لیکلې وه له هغې سره چندان تفاوت نلري. ستاسو متناقضې او معاکسې مشورې ډير وارې له یو بل سره ټکر وي او نتیجه یې دا وي چې طالب او ملت دواړه حیران وي چې په کومه عمل وکړي او کوم پریږدي.

که مو څه په وس کې وي نو دملت په ذهن جوړولو کې کوشش وکړئ، په ملت کې د اشغال په ضد عامه پوهاوی رامنځ ته کړئ، اولس ته داشغال ناخوالي په ګوته کړئ، په بازارونو، مدرسو، مساجدو او خټینو، غریبانه کورونو بمبارۍ محکومي کړئ، د اسلامي مقدساتو د توهين په مخنيوي باندي تمرکز وکړئ، هغه لیکنې چې طالبانو ته د مشورو يا پيغورو په شکل لیکئ د مقدساتو د تحفظ لپاره وکړئ.

که دا هم نه کوئ نو،  از خير تو بيزار شر مه رسان ، بيا خو شر مه ورته رسوئ.

له ګاونډیو او نورو هیوادوسره یې په شر مه اچوئ، طالبانو لکه څرنګه چې تر اوسه لله الحمد د جنګ په ميدان کې خپل شجاعت، میړانه، استقامت او عزم په ټولي نړۍ ومانه همداسي يې تر اوسه پوري د مذاکراتو په ډګر کې هم خپله وړتيا ښودلې ده او ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ده، د طالبانو تګلاره د نبی کریم صلی الله علیه وسلم له سیرته اخذ شوې ده طالبان کوشش کوي تر څو جهاد، مذاکرات او د سولې لپاره ټولي کړنې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د هدایاتو او سیرت په رڼا کې تر سره کړي، ان شاء الله داسي څه به و نکړي چې پکې اسلامې ارزښتونه تر پښو لاندې او افغان ملت دې ورباندي سر ټيټی شي.

اکثره مشاورین له صحنې د باندي دي که د طالبانو کله  مشورو ته ضرورت شو نو خامخا به يوه اعلاميه صادره کړي چې مشورې مو په ليکلي يا صوتې بڼه راوليږئ.

زه چي ځان تر تاسي ټولو یا اکثره مشاورینو کشر راته معلومیږي که مي خبره لیږ تیزه کړي وي بښنه غواړم خو دالیکنه مي په دې وکړه چي د خواخوږو په رنګ کي د مخربینو د مغرضانه مشورو ښکار نشو، د تعجب وړ دا ده چې یو څوک دا اتلس کاله طالب تخریبوي او په غربي ورځپاڼو کې د طالبانو په اړه غلط افواهات او زهرجنې خبرې نشروي او په همدې تخریب کي یې د فیسبوکي اربکي نوم خپل کړی وي خو د مذاکراتو په سلسله کي بیا ځان خواخوږی ښیي او د خیر مشورې ورکوې او مخلص یې بیا ورسره بدرګه کوي چي دا یو زیان اړونکی حرکت دی او باید ورته پام مو وي چي خدای مه کړه طالبان په نویو ناخوالو وانه ړوي. پای

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احسان محمود
غړی
احسان محمود

ولا لیکنه خو دي پېچکارۍ ته ورته ده ، د سړي په پوستوکي ننوزي ، خو بیا هم حقائق دي ویلي دي ، وروسته به ان شاء الله د صحت خوله ورباندي راځي . هغوی هم ندي ګرم ، ټول ملت سخت زورېدلی ، کړېدلی دی ، دوی چې څومره پوهیږي ، دا د ځان رسالت بولي ، چې له هغې زاويې خبره ورسوي . دلته د معرکې میدان بیخي بدل شو ، له سنګر نه په سیاست په یو رائټ کلیک سره واوښت ، نو ملګري هم کوشش کوي ، چې څه يې له وسه کیږي ، هغه ونه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

اسلام عليكم ورحمته الله و بركاة محترم هارون صاحب اجرونه مو په نصيب شه ، تاسو داسى كومه تيزه خبره نده كرى چى بخشنه وغوارى ، پاك الله(ج) دى عفوه درته وكرى. تاسو په وضاحت سره ليكلى چى طالبان دير پاخه دى ، دا منو چى د طالبانو تحريك د مجربو مجاهد علماو له لورى رهبرى شوى تحريك دى او تر اوسه الحمدلله داسى كومه خاصه تيروتنه نلرى او نه هم د نورو مشورو ته محتاج دى ، خو كه ملا وى ، كه سياست پوه، كه اربكى او يا كوم بل منافق او فاسد وى د هر يوه نه… نور لوستل »