سریلنکا؛ سویلي افریقا ته ټیسټ سیریز کې تاریخي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د سریلنکا کرېکټ لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته په دویمه ټیسټ سیالۍ کې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز کې یې په دوه صفر تاریخي بریا خپله کړه.

په دې سیریز ګټلو سره سریلنکا لوبډله د اسیایي هېوادونو لومړۍ لوبډله شوه چې په سویلي افریقا کې دغې لوبډلې ته په ټیسټ سیریز کې ماتې ورکوي، له دې وړاندې هند، پاکستان او بنګلدیش نه دي توانیدلي سویلي افریقا ته ددوی په ځمکه ماتې ورکړي.

هند لوبډلې سویلي افریقا کې ۷ ټیسټ سیریزونه ترسره کړي چې په شپږو کې ماتې او یو مساوي پای ته رسیدلی، همدا ډول پاکستان لوبډلې ۶ سیریزونه ترسره کړي، یو مساوي او په پنځو کې ماتې خوړلې، خو بنګلدیش په ۳ سیریزونو کې دریواړه بایللي دي.

سریلنکا لوبډله چې په تېرو وروستیو کې له سختو ستونزو سره مخ وه، په ناڅاپي ډول سویلي افریقا ته دوه پرلپسې تاریخي ماتې ورکړې او په سیریز کې یې بریا خپله کړه.

په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې سریلنکا سویلي افریقا ته د یوې ویکټې په توپير د کوسال پریرا په اتلولې توپوهنې ماتې ورکړه، نوموړي له پېله تر پایه ودرید، سریلنکا په دغه سیالۍ کې هغه مهال ۹ ویکټې له لاسه ورکړې وې چې لا هم ۷۸ منډې ګټلو ته پاتې وې، خو د کوسال پریرا ۱۵۳ ناسوځېدلو منډو چې یو شمېر ریکارډونه یې هم مات کړل- دغه بریا خپله کړه.

په دویمه سیالۍ کې د کوسال مینډس او اوشادا فرنانډو په زړه پورې ۱۶۳ منډې ملګرتیا ټاکلی ۱۹۷ منډې هدف پوره کړ، او د ۸ ویکټو په توپير یې بریا خپله کړه، چې په دې سره سریلنکا د اسیایي لوبډلو په تاریخ کې په لومړي وار سویلي افریقا ته ددوی په هېواد کې ماتې ورکړه.

کوسال مینډس د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو خو کوسال پریرا په ۲۲۴ منډو جوړولو او په ۱۱۲ اوسط سره د یاد سیریز غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو سیریز د مارچ میاشتې په دریمه نېټه پېل کیږي، چې له هغې وروسته به دواړه لوبډلې درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د