غزني: له يوې اوونۍ وروسته د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسيدونکو د کابل – کندهار لويه لاره د اعتراض په توګه تړلې وه او ويل يې چې حکومت بايد د مقر ولسوالۍ د ولايت په توګه اعلان کړي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د لار يون کوونکو غوښتنې يې له دولتي مسؤلينو سره شريکې کړي دي او لاريون کوونکو نن ورځ د کابل- کندهار لويه لاره له يوې اوونۍ ځنډ وروسته بيرته د ترافيکو پرمخ پرانيستله.

بل لور ته د شهزاده عاصم په نامه د لاريون يو تن سمبالوونکي پژواک خبري اژانس ته ويلي دی چې لاريون به یې تر هغې دوام وکړي ترڅو ورته حکومت مثبت او قناعت کوونکی ځواب ورنکړي.

عاصم ويلي دي چې يواځې د سپرليو، ميوو او سبزيو موټرو ته يې اجازه ورکړې ده او نور يې اعتراض دوام لري.

په دې وروستيو کې ځينو رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي دي چې ګواکې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني په پام کې لري چې افغانستان کې يو شمير ولسوالۍ د ولايتونو په توګه اعلان کړي خو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ يو شمير مدني فعالانو په ټولنيزو رسنيو کې د شينوارو ولسوالۍ د ولایت کولو غوښتنه هم کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د