افغانستان د فساد له امله تور لېست کې داخل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴کب، ۱۳۹۷ل): اروپايي کمېسیون افغانستان د فساد له امله له ۲۲ نورو هېوادونو سره تور لیست ته اچولی دی.

د دې کمېسیون د خبرپاڼې له مخې افغانستان د فساد په برخه کې هغه معیارونه پوره کړي و، چې باید دې لیست ته ور اضافه شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې افغان حکومت ونه شو کولی چې له نشه‌يي موادو لاسته ورغلیو تورو پیسو د سپینولو مخه ونیسي، د دې تر څنګ يې د مالي فساد مخه هم ډب نه کړای شوه.

د اروپايي مالي کمیسیون له لوري دا برابر شوی لیست به د اروپايي پارلمان تر تایید وروسته، د تطبیق وړ وګرځي، چې له امله به يې په دې لیست کې شته هېوادونه له محدودیتونو سره مخ او مالي برخه کې به پرې کنټرول زیات شي.

د افغانستان بانک دعوه کوي چې دوی په روان لمریز کال کې د اتو داسې پېښو مخه نیولې چې تورې پیسې پکې سپنېدلې.

د ګډ حکومت مشرانو د واک له پیله د فساد پر ضد د مبارزې نغاره ډنګولې، خو د واک په وروستیو کې د اروپايي کمیسیون دې اقدام د فساد پر ضد د مبارزې شعارونه له صفر سره ضرب کړل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د همدى ٢٢ ملكونو فاسد دولتونه به خامخا د افغانستان فاسد دولت غوندى د همدى اروپايانو له لورى حمايه كيژى .