افغانستان

اشرف غني: ټوله نړۍ ما سولې ته قانع کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې ټوله نړۍ ده د سولې خبرو ته قانع کړې او په عين حال کې يې پر طالبانو غږ کړی، چې پاکستان او نورې ډلې د افغانستان له جګړې راوګرځوي.

د ګډ حکومت مشر زياته کړې، چې سوله يوازې په خبرو او ناستو نه، بلکې په عملي هڅو راځي.

اشرف غني په ارګ کې د لوی کندهار د ځوانانو يوې ډلې ته په وينا کې وويل، چې د افغانستان ولسمشر به اسلام اباد، تهران او مسکو نه ټاکي.

هغه زياته: «د سولې لپاره پلان او طرحه لرو او د يو بل په منلو په هېواد کې تلپاتې سوله راځي.»

د ګډ حکومت مشر په داسې حال کې ټولې نړۍ ته د سولې لپاره د  قناعت ورکولو ادعا کړې، چې نوموړی د امریکا او طالبانو د سولې له روانو خبرو ګوښه ساتل شوی او وخت پر وخت د زلمي خلیلزاد او طالبانو په ناستو هم نيوکې کوي.

اشرف غني ټينګار کړی، چې د سولې خبرې بايد د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي، خو طالبان وايي، چې روانه جګړه د امریکا له لوري پيل شوې او د ختمولو لپاره يې هم بايد له امریکا سره خبرې وشي.

غنی دا هم وويل، چې ولسمشر بايد د افغان ولس له لوري وټاکل شي، نه د اسلام اباد، تهران او مسکو له لوري.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ۲۰۱۴ کال کې له دوه ځله ولسمشريزو ټاکنو وروسته هم د امریکا د بهرنيو چارو د هغه وخت وزير جان کيري راغی او اشرف غني او عبدالله يې په ګډ  حکومت سلا کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عجيبه ده توله نرى يى سولى ته قانع كره خو پخپله په سوله كى كوم رول نلرى او ممانعت ورته ايجادوى.
په همدى بى عقلو خبرو يى احمق امريكايان خطا ايستل چى د متفكر لقب يى وركى .

محمد

د متفکر عقل ورځ تر بلی مخ پر انکشاف دی داسي غوری کوي لکه خلګ چې ډوډۍ غوږ ته وړئ — ځان یې اوس د عوامو مسخره وګرځاوه— رسواسوی لا به نور هم رسوا او شرمنده سۍ –

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x