ټاکنې؛ څارونکي د کمېشنرۍ لپاره نوماندان مناسب نه بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې ارګ د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو ټول کمېشنران له دندو وشړل، د نورو د مقررۍ لپاره ځينې نوماندان معرفي شوي دي.

د ټاکنیز بهیر څارونکي پر دې اند دي چې معرفي شویو کسانو کې د ګوتو په شمېر داسې څېرې شته، چې د ټاکنیز بهیر مدیریت يې له وسه پوره دی، خو ډېری دا وړتیا نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی وايي، د مدني ټولنو له لوري شاوخوا ۱۵ تنه د نوماندۍ لپاره ور معرفي شوي، خو په وینا يې دوه یا درې تنه پکې وړتیا لري.

هغه وايي دا کسان نه شي کولی راتلونکې ټاکنې مدیریت کړي او ډېری يې غیر مسلکي کسان دي.

په ورته وخت کې د فیفا مشر هم حکومت ته د دقت توصیه کوي او وايي چې د نویو کسانو په ګمارنه کې دې له ځيرکتیا کار واخلي.

د فیفا مشر یوسف رشید وايي، د دې کسانو له منځه باید وړ کسان وموندل او وګمارل شي.

د ټاکنو د قانون له مخې سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې د ۹۰ تنو د معرفۍ حق لري، چې له منځه به يې د حکومت مشر دوه تنه د دارالانشا‌ء د رییسانو او ۱۳ نور د کمېشنرانو په توګه ټاکي.

محمد اشرف غني چې لرې کړل شوي کمېشنران يې هم پر خپله ګمارلي و، له دې کسانو هم د مخامخ انټریو حق لري؛ خو شنونکي دې ته اندېښنه ښيي چې په دې لنډ تنګ وخت کې به دوی وکولی شي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ښې مدیریت کړای شي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د