له تور لیسته د طالب مشرانو د ایستل کېدو په اړه د سولې شورا غبرګون

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴کب، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې د طالب استازیو او مشرانو لپاره به د سفر د اسانتیاو په خاطر د تور لیست اړوند ګامونه واخلي.

د سولې شورا وايي، دا غږ او کار باید حکومت وکړي او په وینا يې حکومت باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندیز وکړي او له دې لارې د تور لیست اړوند اقدامات وشي.

د سولې شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې برعکس يې، محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو پرلپسې د دې بندیزونو د تطبیق غوښتنه کوي.

پاکستان ته د طالب استازیو د ممکنه سفر او تر هغه وړاندې مسکو ته د طالبانو له سفر وروسته محمد اشرف غني رسماً ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ او د طالبانو پر سفرونو يې د بندیز هیله وکړه.

محمد عمر داودزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سولې هڅې هیله بښوونکې بللې او سره له دې چې ارګ د نا خبرۍ، ګوښه توب او منزوي کېدو ګیلې کوي، نوموړی وايي امریکا د دوی په «اجازه او مشوره» له طالبانو سره خبرې روانې کړې دي.

ټاکل شوې راتلونکې دوشنبه، قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ لړۍ یوه بله ناسته ترسره شي، چې د کتونکو په باور ډېر تمرکز به يې د بهرنیانو د وتلو پر څرنګوالي وي.

امریکا په ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان له یرغل وروسته «تورلیست» کې ګڼ هغه کسان داخل کړل، چې له القاعده او طالبانو سره يې «اړیکي» درلودلې، خو لس کاله وروسته امریکا دغه دوه جهادي ډلې سره بېلې وبللې.

تور لیست کې داخل کسان د نورو بندیزونو تر څنګ سفرونه نه شي کولی او شتمنۍ يې کنګل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د