نړۍ

عربي نړي دلیبیا په خاوره کي دالوتنو د بندیز په اړه یو والۍ ښودلي دي

arab_league

نن ټکی اسیا: دعربي نړی دبهرنیو چارو وزیرانو په داسی وخت کي  دلیبیا په خاوره کی دنه الوتنو اړوند موافقي ته رسیدلي، چیري چي  تراوسه پوری په لیبیا کی خونړي جګړه روانه ده.

او تازه خبرونو کی راغلي چه معمر قذافی ته وفاداري قواوي مخ په وړاندي رواني دي مخالفی ډلی د ماتي په حالت کي دي د زاویی اوراس لانوف ښارونه بیرته دولتي ځواکونو ته په لاس ورغلیدي.

 

دلیبیا په خاوره کی دنه الوتنو په اړوند نظر د برطانيي او فرانسي هیوادونو وړاندي کړي وه ، خو ویل کیږی چي تر اوسه پوري یی لا د اروپایی ټولني او ناټو همغږي نه ده ترلاسه کړي.
داسي بریښي چي د قذافي مخالفین دتیښتی په حالت کی دي، دتیلو په زخیرو باندي شتمن ښار راس لانوف دحکومت د وفادارو ځواکونو لاس ته لویدلي دي، راپورونو کي راغلي چي باغیان نورهم شاته ته تمبیدليدي.
له بله لوري عربی ټولني د مصر په پلازمینه قاهره کی غونډه راغوښتی ده تر څو د لیبیا د روانو حالاتو په اړوند یوي ګډی پایلي ته ورسیږی.
ویل کیږی چي غونډه کي دټولو عربو هیوادونو د بهرنیو چاور وزیرانو برخه اخیستي ده، او یواځي د سوریي او الجزائر څخه ماسېوا نورو ټولو هیوادونو د برطانیی اوفرانسي د نظر ملاتړ کړیدي او په لیبیا کی یی دنه الوتنو دپریکړي سره موافقه ښودلي ده.
ناټو له وړاندي څخه د لیبیا په اړوند د برطانیی او فرانسي د نظر دتایید لپاره دسیمي د هیوادونو دریځ اړین بللی وه
له بلي خوا روسيی چي په نړیواله امنیتي شورا کی د وېټو له حق لری دسیمی په حالاتو باندي سخته خواشیني څرګنده کړيده او په لیبیا کي یی دنه الوتنو دپریکړي مخالفت کړیدي.
نن سهار د امریکي د دفاع وزیر رابرټ ګیتس هم له رسنیو سره په خبرو کي ویلی وه، چي زه نه پوهیږم، ایا دا پریکړه چي لیبیا کی باید الوتني ونه شي، یوه عاقلانه پریکړه به وي اوکه نه.
بخت الرحمن بخت: نن ټکی اسیا

لاندي ویډیو د قذافي د رژیم له خوا پر ملکي پاڅون کوونکو هوايي بریدونه:

{youtube}hz8k4af2drE{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x