تېر کوچني اختر کې اوربند

سروې: ۹۰ سلنه خلک تر ټاکنو سوله مهمه بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴کب، ۱۳۹۷ل): یوه تازه سروې ښيي چې ۹۰ سلنه خلک پر دې باور دي، چې تر ټاکنو سوله مهمه ده او باید مقدمه هم وبلل شي.

دغه سروې چې د «نی او اریانا تلویزون» له لوري په ټول هېوادکې له نږدې پنځه نیم زره کسانو نه د پوښتنو پر اساس برابره شوې، پکې راغلي چې ۹۸،۲ سلنه کسانو د سولې ملاتړ کړی، خو ۱،۲ سلنه نورو بیا د سولې پروسه چورلټ رد کړې ده.

مجیب خلوتګر چې د دې سروې یو ترسره کوونکی دی وايي، موخه يې د سولې په اړه د خلکو د غوښتنو څرګندونه ده.

سروې کې تر ټولو ډېر کسان په کابل کې پوښتل شوي، چې ۱۲۹۹ تنه دي، ننګرهار کې ۳۷۸ او غزني او هرات کې بیا ۳۵۶ تنه پوښتل شوي دي.

دوی ټاکنې هم نه دي رد کړې، خو تر ټاکنو وړاندې يې سوله مهمه او مقدمه بللې ده.

دا په داسې حال کې دی چې حکومت تر سولې وړاندې د ټاکنو پر کمپایني منډو ترړو بوخت دی، خو د دې تر څنګ د نږدې څلورو میاشتو په تېرېدو لا هم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پایلې بشړې اعلان شوې نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د