زاخېلوال، په مالي برخه کې د حکومت دعوې د خندا وړ وبللې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴کب، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر او د ماليې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، په مالي برخه کې د حکومت د پرمختګ په دعوو پسې يې خندلي دي.

هغه له شمشاد تلویزون سره ځانګړې مرکه کې وویل، رسنیو او د ارګ اړوند فیسبوک‌پاڼو کې يې لوستي، چې یوازې له کندهار نه د شل میلیونه ډالرو په ارزښت انځر، صادر شوي، هغه په پوښتونکي انداز وویل، موږ کله دومره انځر لرو؟

زاخېلوال وویل، هغه دعوه يې هم په یاده ده، چې له افغانستانه صادرېدونکي جلغوزي يې نږدې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت بللي و، د هغه په وینا د ارګ د دې محاسبې له مخې به نو زموږ یوه کیلو جلغوزي باید په پنځه سوه ډالر پلور شوي وي، چې هیڅ امکان نه لري او «زه ورته خاندم!»

نوموړي د سولې خبرې رغوونکې وبللې او د مسکو ناسته يې د بین الافغاني خبرو یوه بریالۍ نمونه یاده کړه.

زاخېلوال، چې د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال يې سرسخت پلوی و، مني چې ملاتړ يې کړی و، خو پر دې هم اعتراف کوي چې ناقانونه حکومت يې د «مصلحت» په خاطر پنځه کاله ومانه.

هغه د لنډمهالې ادارې را منځته کېدل تر اوسني حکومت په څو برابره ښه وباله، په وینا يې دا حکومت د یو تن بهرني له لوري پر موږ تپل شوی، لنډمهالې اداره که هر څومره بده شي، تر اوسني حکومت نه‌شي بده کېدلی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

لکه څرنګه چې ښه او بد په مطلقه توګه وجود نلري او دا ټولې پدیدې او هستي په نسبي توګه یو او بل ته ارزول کېږي، نو په دې بنسټ په دې ټولو تش په نامه سیاستوالو کې اشرف غني په نسبي توګه د دغو غلو، فاسدو، غاصبو او جاسوسانو څخه ښه دی. مننه